د اسلام کلا په ګمرک کي په غیر قانوني ډول د ډالرو له لېږد مخه ونیول سوه
![خبر](/sites/default/files/2023-11/d1_0.jpg)
د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک کارکوونکو له یوه شخص څخه (۲۲۲۷۰) امریکایي ډالر، چي غوښتل ئې په غیر قانوني ډول ئې ایران ته ولېږدوي، کشف او ونیول.
نیول سوي ډالر په اسلام کلا کي د افغانستان بانک څانګي ته وسپارل سول او نیول سوی کس د نورو څېړنو په موخه اړونده ارګانونو ته ور وپېژندل سو.