د اسلام کلا ګمرک له پاره د موټرونو د تمځای جوړولو چاري (۴۰) سلنه مخته تللي دي!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۵۲
.............


د غویي ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کي د (۲۳۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې رغنیزي چاري تر دې مهاله (۴۰) سلنه مخته تللي دي.
د موټرونو یاد تمځای، چي په (۳۷) جریبه ځمکه کي په معیاري کانګرېټي بڼه جوړېږي د اور وژني د سیسټم ترڅنګ د برېښنايي اسانتیاوو درلودونکی هم دئ.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح په برخه کي د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادولو وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او د رغوني چاري ئې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

BACK TO NEWS