د افغانستان اسلامي امارت د مالي برخي ادارو ارزښت
نظامونه یا دولتونه د ګڼ شمېر ادارو له اداري تسلسل څخه رامنځته کېږي، چي هر اداري واحد د نظامونو د چارو په پرمخ وړلو کي خپل ځانګړی مسؤلیت او رول لري؛ لکه: بودیجوي واحدونه، غیر بودیجوي واحدونه یا ادارې او همدارنګه پالیسۍ جوړوونکي او پرېکړه نیوونکي، قضایي او عدلي او داسي نوري ادارې، چي خپلو دندو او مسؤلیتونو ته په کتو یوه اداري کړۍ را منځته کوي او د دغو ادارو د مشترک کار او همغږۍ په مټ دولت خپل فعالیت روان ساتي او ملتونو ته چوپړتیاوي وړاندي کوي.
همدغه شان د افغانستان اسلامي امارت هم د نورو اداري تشکیلاتو ترڅنګ په مالي برخه کي دوه ډوله اداري واحدونه لري، چي بودیجوي او غیر بودیجوي ورته ویل کېږي. دا چي د افغانستان مالي نظام او سیسټم منظم او با ثباته پاتي سي، د عوایدو را ټولولو او د بودیجې په جوړولو کي نیمګړتیاوي رامنځته نه سي او په همدې برخو کي تر بل هر وخت غوره خدمتونه وړاندي سي؛ نو دوه ډوله مالي ادارې دي، چي د مالي نظام د ټیکاو او پایښت لپاره شپه او ورځ فعالیت کوي او د مالیې وزارت ورځنۍ چاري ورسره رواني دي.
په لومړي سر کي بودیجوي واحدونه دي: بودیجوي واحدونه هغه امارتي ادارې دي، چي د خپلو ټولو لګښتونو لپاره د مالیې وزارت څخه د ملي بودیجې د اصولو په رڼا کي بودیجه ترلاسه کوي او عواید ئې د مالیې وزارت واحد حساب (بیت المال) ته راځي، دا چي د بودیجې جوړونه او هغې ته د مالي امکاناتو برابرول د مالیې وزارت له مهمو او کلیدي دندو څخه دي؛ نو په همدې اساس د مالیې وزارت هغو بودیجوي واحدونو ته، چي عواید لري د مالي کال له پیل څخه تر مخه د عوایدو راټولولو هدف ورکوي، چي د مالي کال تر پایه ټاکلې اندازه عواید راټول کړي. په دغه پروسه کي بیا د اړوندو ادارو ټول کارکوونکي په پوره اخلاص او ایماندارۍ کار کوي؛ ترڅو وکولای سي خپله موخه ترلاسه کړي.
ټول بودیجوي واحدونه د مالیې وزارت سره په همغږۍ، په منظم او شفاف ډول عواید راټولوي او بیت المال ته ئې سپاري، هیڅ بودیجوي واحد نسي کولای، چي د خپلو عوایدو څخه د مالیې وزارت له پلان او پالیسۍ پرته مصرف وکړي. اوسمهال د مالیې وزارت (۵۱) بودیجوي واحدونه لري، چي د بودیجې د لګښتونو او عوایدو څخه ئې څارنه هم د همدغه وزارت په غاړه ده.
په دوهم ګام کي بیا غیر بودیجوي واحدونه دي: هغه امارتي ادارې دي، چي خپل پراختیايي او عادي لګښتونه له خپلو عوایدو څخه برابروي، غیر بودیجوي واحد ګڼل کېږي، دغه واحدونه د عوایدو په راټولولو او مصروفولو کي د ماليې وزارت څخه خپلواک دي؛ خو د نظام په کچه نوري داسي ادارې سته، چي هغه بیا د دوی له عوایدو او مصارفو څخه دوامداره څارنه کوي.
د غیر بودیجوي واحدونو په ډله کي (د افغانستان بانک، امارتي بانکونه، د مرکز او ولایتونو ښاروالۍ او دولتي شرکتونه) شامل دي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .