د افغانستان او هندوستان تر منځ د بند امیر – یکاولنګ او د مزارشریف هوایې ډګر د سړکونو جوړولو د وړیا مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
خبر

د مالیې وزارت مالي معین او د دې وزارت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ نن د کب میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۰.۸ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې هوکړه لیکونه د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي وینای کمار سره لاسلیک کړل.
د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د ترانسپورټ وزارت معین ښاغلي ذکریا محمدي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي هارش وردن شرینګلا، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او له هندوستان څخه راغلو میلمنو ګډون کړی و.
یاد دوه هوکړه لیکونه د ۱۶ کیلو متره په اوږدو د ۷.۸ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د بند امیر – یکاولنګ سړک د جوړولو او د ۲ کیلو متره په اوږدو د ۳ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د مزار شریف د هوایې ډګر د سړک جوړولو په برخو کې دي چې په راتلوونکو دو کلونو کې به پلي شي.

خبر

د مالیې وزارت مالي معین او د یاد وزارت سرپرست د دې هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په اړه وویل:" له افغانستان سره د دوست هیواد هندوستان مرستې اکثره د بشردوستانه او د زیربنایې پروژو د پلي کیدو په برخه کې شوي دي چې د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، او د چابهار بندر د لومړي فاز جوړول یې له بیلګو څخه دي. موږ د هندوستان له مرستو څخه مننه کو او د یادو پروژو د پلي کیدو په برخه کې هر راز تخنیکي همکاریو ته چمتو یو."
د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي وینای کمار وویل:" ډیر خوښ یم چې نن ورځ دوه مهم هوکړه لیکونه له افغانستان سره لاسلیکوم، موږ افغانستان د خپلو استراتیژیکو شریکانو څخه یادو او د دې دوه هوکړه لیکونو لاسلیکول له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د لا ودې لپاره یو مثبت ګام بولو." نوموړي زیاته کړه چې دواړه پروژې ډیرې کلیدي دي په ځانګړی ډول د بند امیر – یکاولنګ سړک جوړولو هوکړه لیک چې په افغانستان کې د سیلانیانو صنعت د زیاتیدو سبب کیږي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت معین وویل چې د دې هوکړه لیکونو لاسلیکول د دواړو هیوادونو تر منځ د زیاتیدونکې همکاریو ښکارندوی کوي، هندوستان د زیربناء په برخه کې د افغانستان استراتیژیک همکار دی. نوموړي زیاته کړه چې له معین کیدو څخه یې وروسته دا لومړنۍ بهرنۍ سفر دی چې افغانستان ته کوي او هیله لري چې د دواړو هیوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.

خبر


د یادونې وړ ده چې هندوستان د افغانستان له یو اصلي تمویلونکو څخه شمیرل کیږي چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې د اقتصادي او زیربنایې مهمو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د غبرګولي۱۳مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د نیمروز په ګمرک کي د اورلګېدني مخه ونیول سوه!


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د نیمروز ګمرک ځیرکو کارکوونکو له خوا یوه عراده کانټینري بار وړونکي موټر ته، چي د برېښنا د شارټۍ له امله ئې. . .

BACK TO NEWS