د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس ترسره

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۲۲:۲۱
خبر

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس تېره ورځ چي د افغانستان د اقتصادي ودې او ښې حکومتولۍ لپاره د افغان دولت د روښانه ارادې او کلک هوډ څرګندوی دی د مالیې وزارت په ابتکار ترسره سو.

په دې کنفرانس کي د افغانستان دولت د کابینې غړو،۱۶ دوستو هیوادونو سفیران، د نړیوالو سازمانونو استازو، د خصوصي سکټور استازو، اکاډمیکو ټولنو، اقتصادي کارپوهانو او مدني ټولنې ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس د ارګ په چاچنار ماڼۍ کي د قرآن عظیم الشان مبارکو آیاتونو په تلاوت او د افغانستان اسلامي دولت د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په پرانیستې وینا پیل سو. رئیس الوزراء ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چي د افغانستان اوضاع تاسو ته معلومه ده چي په تېرو ۲۰ کلونو کي له څه راز ستونزو سره مخ وو. فساد، بي عدالتي، اختطاف، وحشت خپل اوج ته رسېدلی وو او خلک ترې سخت کړېدل. الحمد الله د افغانستان اسلامي دولت د خپلو زیاتو سرښندنو په ورکولو سره، فساد، بي عدالتي، اختطاف او وحشت له منځه یووړ او له امن، فساد او وحشته پاک چاپېریال یې د ګرانو هیوادوالو لپاره رامنځته کړ.

همدا شان رئیس الوزراء زیاته کړه، چي افغانستان ته د امنیت په راتلو سره، نړۍ له افغانستان سره خپله همکاري بنده کړه او دې چارې زموږ خلک سخت پرېشانه کړي دي. که چېرته هیوادونه اسلامي دولت په رسمیت وپېژني د افغانستان ستونزې به ډېرې ژر هوارې سي. اوس مهال په افغانستان کي د پانګونې زمینه برابره ده، خو ستر شرکتونو د افغانستان په رسمیت نه پېژندلو له کبله په دې هیواد کې پانګونه نه کوي. دا مهال باید نړۍ په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونه د اقتصادي محدودیتونو له منځه وړلو او له اوسني کړکېچ څخه د افغانستان د خلکو په ژغورلو کي همکاري وکړي.

همدا شان نوموړي، د نړۍ له هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یي کړه، چي د افغانستان حکومت داسي لارې لټوي چي د دې هیوادو د خلکو د ټپونو لپاره مرحم وګرځي. افغانستان پرېمانه کانونه او طبیعي سرچینې لري چي په سنجولو سویو پلانونو او د هغو په پلي کولو سره به دا هیواد هوسایني او سوکالۍ ته ورسېږي.

ورپسې د افغانستان اسلامي دولت د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبداسلام حنفي، د افغانستان د اقتصاد لپاره عبوري ستراتېژي او لیدلوری بیان کړ ویې ویل، چي افغانستان اوس په یوه تاریخي پړاو کي روان دی، د افغانستان اقتصادي مدیریت د اسلامي دولت په کاري لومړيتوبونو کي دی. نوموړي، پر مخکني نظام په نیوکه ټینګار وکړ، چي په تېرو ۲۰ کلونو کي د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو تکیه وو او د هیواد ۷۵ سلنه بودیجه له همدې مرستو تمویلېده، له همدې کبله بهرنۍ مرستې په سیاسي شرایطو پورې تړلې وې او د بهرنیانو د دخالت زمینه یې برابره کړې وه او فساد یې ډېر کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، چي له دغو مرستو یو شمېر کوچنیو سیاسي کړیو ګټه پورته کوله او په همدې دلیل مخکني حکومت فساد تحمل کول او د زوال په حال کي اقتصادي نظام ته یې دوام ورکړ. هغه څرګنده کړه، چي په تېرو ۲۰ کلونو کې ځان بسیاینه یوازي د حاکمانو شعار وو، همدا وه چي په فساد ککړ نظام ژر وپاشل سو.

همدا شان د رئیس الوزراء مرستیال، د اسلامي حکومت له راتلو وروسته د نړیوالو له لوري وضع سوي محدودیتونه ورانوونکي وبلل زیاته یې کړه، چي بندیزونو سلګونو زره ماشومان په خوار ځواکۍ اخته کړي او عام وګړي یې له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، چي اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره له نويو او غېزمنو پالیسیو څخه اعظمي ګټه واخلو. همدا شان به د افغانستان حکومت د اقتصادي مقررو او سیمه ییزې همکارۍ د اسانولو لپاره جدي هڅه وکړي.ښاغلي حنفي د نا امنۍ، جګړې، باج ګیریو، انسان تښتونې او په هېواد کې د هوسیاني د ټینګار ترڅنګ وویل، د دولتي او غیر دولتي ځمکو غصب پای ته رسېدلی دئ او یا په چټکۍ سره تر کنټرول لاندې راځي. د معاشونو نظام منطقی سوی او اوس له نویو لارو او کمو مصارفو ډېر کارونه ترسره کېږي.

خبر

وروسته بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز د دغه کنفرانس ترسره کېدل او ابتکار نېکمرغه وبلل او وې ویل، د افغانستان اقتصادي ستونزې یوه مهمه معضله ده، چې باید رسېدنه ورته وسي. د افغانستان اسلامي دولت د رئیس الوزراء د خبرو په تائید، به دغې برخې کي مثبت ګامونه اخیستل سوي دي، اجازه راکړئ، چې زه هم د وروستیو لاسته راوړنو په اړه څو کرښې ووایم، د دغه اقداماتو له ډلې یو هم د بودیجې تصویب دی، چې د لومړي ځل لپاره له داخلي عوایدو تمویل سوې ده. د اقتصادي رکود سره سره، د فساد سره د مبارزې لپاره د عوایدو تولید ډېر سوی دی. لومړی ځل دی چې صادرات یو میلیارډ امریکایی ډالرو ته رسیږي.

 

 

ملګرو ملتونو د انتقالي چهارچوب په نامه سند نړیوالې ټولنې ته ور سپارلی دی، چې ۸۳ میلیارډه افغانۍ به افغانستان په لاس راسي، تر څو د افغانستان اقتصاد عادي حالت ته را وګرځي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره باید نور غوره فکرونه وسي او د افغانستان د اقتصاد مثبته توسعه ډېره اړینه ده. د دولت لاسته راوړنې کمې دي او بسنه نه کوي. بانکي برخه هم مهمه ده.

هغه وویل، نن به د دغې ستونزې په اساسي حل خبرې وکړو، افغانستان له جګړې زیانمن سوی دی.

اقتصادي توسعه د ټولو په ګډون، د روزنې وړاندې کول، له هر قوم څخه د متخصصانو برخه امکان پذیره ده. د ښځو روزنې ته باید پاملرنه وسي. پانګوال نه باید له آزادې بانګونې ډار ولري. افغان مهاجرین به بېرته راګرځي او د خپل هېواد په جوړولو کې به برخه اخلي. عمومي عفوه به د یوه ښېراز افغانستان لامل سي.

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقی په خپله بیانیه کې وویل، زموږ وروستۍ پرله پسې هڅې او اقتصاد محوره سیاست له نړۍ سره د افغانستان د نویو او غوره اړیکو زیری راکوي. افغانستان به له دې وروسته د د نورو هېوادونو لپاره د اقتصادي برخې د هوکړې په مرکز بدل سي.

د افغانستان اسلامي دولت د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د دغې ادارې د مسولیتونو د تشریح تر څنګ زیاته کړه، موږ داسې وخت کې د مالیې وزارت مسولیت په غاړه واخیست، چې د نړیوال بانک ټولې پراختیایي مرستې، د اسیا پراختیايي بانک، د اروپا اتحادیه او نور مرسته کوونکي هېوادونه، چې د ملي بودیجې ۵ سلنه یې تشکیلوله، په یو ځلي ډول قطه سوه. د خلکو مطالبات او پورونه لکه معاشونه او د قراردادیانو قرضونه له بدلون پرته پاتې سول. بودیجه له کسر سره مخ وه او د عوایدو د راټولو سیسټم فلج سوی وو، په سلهاوو پراختیايي پروژې نیمګړې پاتې وې او د افغانستان خزانې تشې سوې وې. خو له بدلون وروسته د مالیې وزارت فعاله ساتل د افغانستان اسلامي دولت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېده. د متخصصو همکارانو په مرسته مو وکولای سول، چې له وخت سر سم د وزارت اساسي فعالیتونه پیل کړو، د مالیې وزارت ډېر ژر په نظام کې خپل ځای د یو فعال بنسټ په توګه وموند. له نېکه مرغه د هېواد مالي سیسټمونه د پخوا پرتله په بشپړ او غوره عملکرد سره کار ترسره کوي.

خبر

نوموړي زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره مو د افغانستان له داخلي عوایدو څخه یوه مستقله او کامله بودیجه چمتو کړه. که څه هم دغه بودیجه د حجم له اړخه کمه وه، خو هڅه به وکړو، چې شفافیت او اړین کارونه به په دغې بودیجې ترسره کړو. د افغانستان سره مو د همکارۍ په پایله کې وکولای سول، چې د بشردوستانه مرستو د نغدو پیسو د انتقال لپاره، د افغانستان د بانکونو ستونزو ته حل لاره وګورو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۹:۲
Background image

د زیر بناوو د شریکولو تخنیکي بورډ دوهمه ناسته ترسره سوه

د زیر بناوو د شریکولو تخنیکي بورډ دوهمه ناسته د مالیې وزارت د پالیسي معینیت د پانګونې او زیربنا عمومي ریاست سرپرست محمد صابر نثار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ماليې وزير فرمان

نن د ۱۴۰۱ ل کال دغويی ۲۹ د ماليې محترم وزير الحاج ملا هدايت الله بدري د ټولو ګمرکاتو مسئولينو ته هدايت وکړ، چي له دې وروسته هيڅ چاته اجازه ورنه کړي چي يوه دانه غنم له هيواد څخه دباندي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، چي د ټرانسپورټ وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده، یې هم ملګرتیا کوله د ملي پراختیا

BACK TO NEWS