د افغانستان د مالیاتي قوانینو په تړاو ملي څېړنیزه نظر پوښتنه ترسره کېږي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۵:۱۶
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د نهمي ګڼي فرمان پر بنسټ د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د افغانستان د مالیاتي قوانینو مسوده د شریعي اصولو سره سم ترتیب سوه، چي اوس د قوانینو ترتیب سوې مسوده د لا ډېرو اصلاحاتو، روڼتیا او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه؛ د لومړي ځل لپاره په ملي کچه پراخي نظر پوښتني ته وړاندي کیږي. چي په دغه ملي څېړنه کي به د افغانستان د مالیاتي قوانینو په تړاو په ملي کچه پراخه څېړنیزه نظر پوښتنه ترسره سي.

د افغانستان د مالیاتي نظام د لا ښه والي په موخه دغه ترسره کېدونکې ملي څېړنه او نظر پوښتنه په انلاین او حضوري بڼه په ټول هیواد کي د شپږو کمېټو له لوري پرمخ وړل کېږي.

په دې څېړنه کي د موجوده مالیاتي نظام د پياوړتیا او ستونزو د له منځه وړلو لپاره نظرونه، طرحي او وړانديزونه راټولېږي، چي له تحلیل او ترتیب وروسته د افغانستان د مالیاتي قوانینو په مسوده کي ځای پر ځای کېږي او د عدلیې له محترم وزارت سره شریکیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS