د افغانستان له لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل سول
د افغانستان له لاري پاکستان ته د ترکمستان د ګازو صادرات تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ پیل سول.
په دې مراسمو کي چي د کندهار ګمرک رئیس ښاغلي مولوي محمد حامد احمد، د کندهار ولایت د سوداګرۍ خوني غړو او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی وو.
کندهار ګمرک رئیس وویل چي دا ډېر د خوښئ ځای دی، چي د افغانستان له لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل سول چي له دې سره به له یوې خوا عواید تر لاسه سي او له بل لوري به ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره سي.
نوموړي وویل د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو سره د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بهرني ترانزیټ په برخه کې زیاتي اسانتیاوي برابري سوي دي.
د یادوني وړ ده چي په ۱۴۰۱ مالي کال کي د افغانستان له لاري ۵۳،۶۷۹ محمولې ترانزیټي توکي بېلابیلو هیوادونو ته تر سره سوي چي د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
