د افغانستان مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست له نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له تمویلوونکو سره د یاد صندوق په نوی ستراتیژۍ خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۰ - ۱۳:۵۲
خبر

مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د جوزا میاشتې په ۸ مه نېټه له نړیوال بانک او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له تمویلوونکو سره د یاد صندوق په نوی ستراتیژۍ او د افغانستان په لومړیتوبونو بحث وکړ.

یاده ناسته چې په همدې موخه د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، د مالیې وزارت سرپرست، د نړیوال بانک مسؤلینو او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مرسته کوونکو په کې ګډون کړې و.

په دې پیل کې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي ارتویګ شیفر وویل خوښ یو چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لارې د افغانستان په پراختیا کې ونډه اخلو. نوموړي زیاته کړه موږ د افغانستان له حکومت سره هڅه کو چې د کرونا ویروس خپریدو له امله په دې ستونزمن حالت او له دې وروسته خپلو مرستو ته دوام وکړو. نوموړي وویل د نننۍ ناستې موخه داده چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق نوی مالي ستراتیژۍ او د افغانساتان حکومت له لومړیتوبونو سره سم اړوند پروکرامونه ترتیب کړو، له بده مرغه د کرونا ویروس خپریدل به په افغانستان او نړۍ کې د بیکارۍ او بیوزلۍ سبب شي. ښاغلي شیفر زیاته کړه چې د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار کوو څو پروګرامونه مو د کرونا ویروس د خپریدو منفي اغیزو د کمولو لپاره اغیزمن وي او همداشان غواړو چې د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو ځان خبر کړو.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس د افغانستان بیا رغونې وجهي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او د پروګرامونو عملیاتي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لارې د مرستو نتظیمولو لپاره له نړیوال بانک او مرسته کوونکو څخه مننه وکړه او زیاته کړه موږ هم غواړو چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق پروګرامونه له لومړیتوبونو او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ سند سره مطابقت ولري . د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ یاد سند ولسمشرۍ عالي مقام ته استولی دی او د دوی له نظرونو او ملاحظاتو وروسته به یې له تاسو سره شریک کړو. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو چې د پخوانیو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره نوې ستراتیژۍ داسې عیاره شي چې د افغانستان حکومت لومړیتونو ته ځواب ویونکې وي لکه څنګه چې یادونه وشوه اوسنی بیړنی حالت په افغانستان او نړۍ کې د اقتصادي ستونزو سبب شوی او موږ غواړو چې نوی ستراتیژي له بیړني حالت وروسته وکولی شي د افغانستان پایدارې ودې سره مرسته وکړي.

د افغانستان په هکله د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس لپاره د فنلند هیواد ځانګړي استازي د دې کنفرانس په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یاد کنفرانس د افغانستان او د دې هیواد د مرسته کوونکو لپاره ډیر مهم دی، نوموړي زیاته کړه چې که په افغانستان کې سوله راشي د سولې او هوساینې ساتلو لپاره د مرسته کوونکو مرستې ډیرې مهمې دي. نوموړي وویل چې هیواد یې د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو سازمان سره په ګډه کار کوي څو د یاد کنفرانس لپاره اړین چمتو والی ونیول شي او یو اغیزمن کنفرانس تر سره شي.

همداشان په دې ناسته کې ټولو مرسته کوونکو د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې نوې ستراتیژي باید داسې تنظیم شي چې د افغانستان پراختیایې لومړیتوبونو سره مطابقت ولري، د پروژو په پلي کیدو کې روڼتیا او اغیزمنتوب اصل ته لومړیتوب ورکړل شي او پروګرامونه داسې تنظیم شي چې د کرونا ویروس له ختمیدو وروسته هم د افغانستان له ودې سره مرسته وکړي. همداشان د اقتصادي ودې، د کرنې سکټور ودې، کارموندنې او د خصوصي سکټور پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي او په یادو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له نوې مالي ستراتیژۍ څخه موخه په هیواد کې د سولې تامین، کارموندنه، د افغانستان د صادراتو ښه والی او د افغانستان ملي عوایدو زیاتوالی دی، د یاد صندوق اوسنۍ ستراتيژي چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې ختمیږي د افغانستان له حکومت سره د ۲.۴۸ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه شوې وه، نوې ژمنې به د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د ۲۰۲۱ -۲۰۲۳ کال پورې د نوې مالي ستراتیژۍ سره سم د مرسته کوونکو له تخنیکي بحثونو وروسته مشخصي شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS