د افغان ملي بانک، پښتني بانک او د افغان پوسټ دولتي شرکت رئیسان

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۷ - ۱۲:۳۴
خبر

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست، د مالیې وزارت د وړانډيز او د ۷۱ ګڼي حکم پر بنسټ د چارو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه ځینو ریاستونو ته رئیسان ور وپېژندل سول.

۱- دوکتور شاکر جلالي چي په اقتصاد کي د قطر هيواد څخه دوکتورا او په بانکي سکټور کي د یوې لسیزي تجربې خاوند دئ، د افغان ملي بانک عمومي ریاست سرپرست او د کابل بانک او پښتني بانک په چارو کي د مشاور په توګه.

۲- حافظ غلام اسحق چي د لوړو زده کړو تر څنګ په مالي او اداري چارو کي پراخه تجربه هم لري د پشتني بانک د عمومي ریاست سرپرست په توګه.

۳- انجینر محمد حامد ناصري د افغان پوسټ دولتي شرکت د سرپرست په توګه.

۴- احمد وحید ویس د افغان پوسټ دولتي شرکت د اداري او سوداګریز مرستیال په توګه معرفي سول.

د دولت رهبري پورتني کسان د وړتیا او مسلکيتوب له مخي یادو ریاستونو او ادارو ته ور وپیژندل، تر څو چاري په غوره ډول پرمخ ولاړي سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۱:۲
Background image

هیواد کي پر تولید سوي ګول سیخ صادرولو لس سلنه محصول معاف سوو.

صادرات چي د یوه هیواد په اقتصادي وده کي کلیدي رول لري او کورنیو تولیداتو ته د ځان بسیایني لپاره لاره هواروي نو له همدې

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د اوبو رسوني او ښاري فاضلاب دولتي شرکت مدیره پلاوي ناسته کي د دې شرکت د راتلونکي مالي کال پلان په پرنسیپ کي تائید سوو.

د اوبو رسوني او ښاري فاضلاب دولتي شرکت مدیره رئیس نعیم الدین عمر، په مشرۍ د دې شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۹:۱۲
Background image

د دوست هیواد ترکیې سفیر د مالیې له وزیر سره د اړیکو پر لاټینګېدو خبري وکړې

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدرۍ نن د افغانستان لپاره د دوست هیواد ترکیې له سفیر جهاد ارګین ای، او مل پلاوي سره د وکتل.

BACK TO NEWS