د اقتصاد عالي شورای شپاړسمه ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۸:۴۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د مرغومې میاشتې په ۵ مه نېټه د اقتصاد عالي شورای شپاړسمه ناسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ۱۳۹۸ کال عالي شورای (۱۵) ګڼې ناستې صورت تائید ترڅنګ، د غوري سیمټو او د کرکر- دودکش، اهندرې او خورد درې د ډبرو سکرو د فابریکو تسلیمۍ او تصفیې پلاوي په راپور، جبل السراج سمټو پروژې، د ننګرهار تالک او (کوچني مقیاس) کان کیندنو پروژو د پروپوزلونو ارزونې، د طبیعي ګازو فشار جوړونې دستګاه، په مختلفو ولایتونو کې د استخراج شویو کرومایټو په څرنګوالي او د کرومایټ ډبرو پېرلو لپاره د سوډیفکو شرکت غوښتنې په تړاو بحث او د نظرونو څرګندونې وشوې او په هکله یې لازمې پرېکړې ونیول شوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS