د املاکو لوی ریاست پلاوي د املاکو د اوسني وضعیت د ارزوني په موخه څو ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۴۷
..............


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست څخه یو ګډ تخنیکي او مسلکي پلاوی، چي مشري ئې د ولایتي املاکو رئیس قاري نعمت الله صادق کوله د امارتي املاکو اوسني وضعیت د ارزوني په موخه بامیان، میدان وردګ، غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ.
د دې سفر په لړ کي نوموړي د یادو ولایتونو له مستوفیانو سره وکتل او د املاکو اړوندو مسایلو په اړه ئې بحث او نظرونه تبادله کړل.
یاد پلاوي د قراردادونو د پلي کولو او ځینو ستونزو په اړه هم بحث وکړ، په دې ولایتونو کي د امارتي املاکو کارکوونکو ته ئې له طرزالعملونو سره سم د املاکو د ښه مدیریت له پاره تخنیکي او مسلکي لارښووني وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ځینو ستونزو د هوارلو له پاره د استخباراتو او ښاروالۍ له مسئولینو سره هم جلا جلا غونډي وسوې، چي ښې پایلي ئې لرلې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کابل ولایت د صرافانو د اتحادیې له استازو سره وکتل

د غویي۳۰مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، د کابل ولایت د صرافانو اتحادیې له مرستیال او غړو سره د یاد ریاست په مقام کې وکتل او د مالیاتي ستونزو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۹مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ ناسته د ګمرکونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د دعوت او ارشاد ریاست د خدمتي مسئولینو او د ساتنې او ځانګړو عملیاتو د تنفیذي قطعې د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د غویي ۲۸مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خدمتي مسئولینو او د مالیې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو د تنفیذي قطعې د قومندانۍ د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه د دغه وزارت. . .

BACK TO NEWS