د املاکو لوی ریاست پلاوي د املاکو د اوسني وضعیت د ارزوني په موخه څو ولایتونو ته سفر وکړ!

د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست څخه یو ګډ تخنیکي او مسلکي پلاوی، چي مشري ئې د ولایتي املاکو رئیس قاري نعمت الله صادق کوله د امارتي املاکو اوسني وضعیت د ارزوني په موخه بامیان، میدان وردګ، غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ.
د دې سفر په لړ کي نوموړي د یادو ولایتونو له مستوفیانو سره وکتل او د املاکو اړوندو مسایلو په اړه ئې بحث او نظرونه تبادله کړل.
یاد پلاوي د قراردادونو د پلي کولو او ځینو ستونزو په اړه هم بحث وکړ، په دې ولایتونو کي د امارتي املاکو کارکوونکو ته ئې له طرزالعملونو سره سم د املاکو د ښه مدیریت له پاره تخنیکي او مسلکي لارښووني وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ځینو ستونزو د هوارلو له پاره د استخباراتو او ښاروالۍ له مسئولینو سره هم جلا جلا غونډي وسوې، چي ښې پایلي ئې لرلې.