د بلخ مستوفیت هڅه کوي چي عایداتي سرچینې زیاتي کړي
بلخ د هيواد یو له شمالي ولایتونو څخه دئ، چي د تاریخ په اوږدو کي د )ام البلاد( په نوم مشهور دئ او په دغه ولایت کي حيرتان بندر شتون د افغانستان د عوایدو یوه ستره برخه جوړوي.
د اسلامي امارت له حاکمیت (۱۴۰۰ ل. کال د سنبلې د میاشتي) څخه د ۱۴۰۱ کال تلي میاشتي تر ۳۰ مې پوري د بلخ ولايت د مستوفیت عوايد (۲،۰۰۹،۱۹۲،۵۸۸) افغانيو ته ورسېدل.
د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کي د تېرو کلونو په پرتله ذکر سوی مبلغ زیات سوی، یعني د (۱۴۰۰ کال سنبلې څخه د ۱۴۰۱ سنبلې) پوري د ( ۱۳۹۹ کال سنبلې څخه د ۱۴۰۰ اسد میاشت) ذکر سوی مبلغ (۱۷۲،۲۱۴،۲۳۶) زیات سوی دئ، همدارنګه د اجناسو په اخیستلو او لګښتونو کي سپما هم د پام وړ ده.
د بلخ ولایت مستوفیت هم د نورو مستوفیتونو په څیر، د AFMIS، SAGTAS، RMIS او آرشیف سیسټمونو څخه ګټه پورته کوي، د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندي د اصنافو شمېر ۱۱۲۳۶ ته رسیده؛ خو اوسمهال د اړوند پرسونل په هڅو دغه شمېر ۲۳۸۶۲ ته لوړ سوی دئ دا مستوفیت په دې هڅه کي دئ، چي عایداتي سرچینې زیاتي او هیواد د مالي ځانبسیایني لور ته بوځي.
