د بلخ نباتي غوړو او پنبې دولتي شرکت کړني او لاسته راوړني

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۵

د بلخ نباتي غوړو او پنبې دولتي شرکت د رهبري او کارکوونکو د پرلپسې هڅو او همدارنګه د اقتصادي ودي، ترڅنګ یې خلکو او بزګرانو ته د کار پیدا کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت پرېکنده ملاتړ او پاملرني په پایله کي د دانه داري پنبې دولتي شرکت له درې لسیزو ځنډ وروسته په فعالیت پیل وکړ، چي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دولتي شرکتونو د پرمختګ په برخه کي ستره لاسته راوړنه ده.

دانه لرونکي پنبه له خلکو څخه د پیسو په بدل کي په ورځني نرخ پېرل کيږي او بیا له پروسس وروسته پنبه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندي کيږي. دا رنګه د تېل وړلو شرکت هم نوی فعالیت پیل کړی، چي خپل تولیدي مواد لکه د پنبې غوړي، زغر غوړي، کنجاړه، پوستکی صابون او نور مواد خلکو او بازارونو ته وړاندي کوي. دغه شرکت په ۱۳۵۳ کي د انتفاعي تصدۍ په بڼه په لومړنۍ پانګونه ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت د ۱۷ استازولیو په درلودلو سره له کروندګرو د دانه داري پنبې په پېرلو سره په (بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کي) جوړ او فعالیت پیل کړ او له درې لسیزي ځنډ وروسته یې بیا یو ځل په فعالیت پیل وکړ او په راتلونکو کلونو کي د پرمختګ هڅه کوي.

د شرکت اساسي تولیدات: په عمومي ډول دغه شرکت له بزګرانو څخه دانه داره پنبه پېري، په نړیوالو او کورنیو بازارونو کي یې پلوري، چي ترڅنګ یې فرعي تولیدات لکه غوړي، کنجاړه، پوستکی او صابون هم د مقایسې وړ دي.

فابریکي: 

د مزار شریف لومړۍ حوزې فابریکه: دغه فابریکه د پاک خانې، د جن ماشین دستګاه، پرس ماشین او خامو مواد د زېرمه کولو برخي لري. په درو کاري شفټونو کي په نورمال ډول ۹۰ ټنه پروسس لري. د ۱۴۰۱ کال د پلان له مخي یې ۳۰۰ ټنه دانه داري پنبې پروسس په پام کي نیولی وو او د دغه شرکت تولیدي مواد پنبه، چګټ او لنټر دي.

باختر د غوړو تولید فابریکه: دغه فابریکه په درو شفټونو کي ۲۵ ټنه چګټ پروسس کوي او په ۱۴۰۱ کال کي ۱۲۰۰ ټنه چګټ د پروسس لپاره په پام کي ورته نیول سوی وو او تولیدي مواد یې غوړي، کنجاړه، پوستکی او صابون دي.

د تیلي نباتي غوړیو تولید فابریکه: دغه فابریکه کي د چګټ، زغر، کونځلو او لمر ګلي پروسس ترسره کيږي او په اوسنیو وختونو کي یې له ازبیکستان څخه ۴ پایې تولیدي ماشینونه پېرل سوي دي او په روان کال کي ۷۶۰ ټنه چګټ او زغر په یوه کاري شفټ کي په پام کي ورته نیول سوي وو او تولیدي مواد یې غوړي، کنجاړه، پوستکی، صابون او نور دي.

د لاسته راوړنو لنډیز: د بلخ نباتي غوړو او پنبې تولیدي شرکت  فابرېکې د ماشینونو بیا ترمیم، نقلیه وسایطو رغونه، د استهلاک سوو وسایطو لیلام، د اساسي او غیر اساسي عوایدو لوړول، د پورونو راټول او د برېښنا د پور ورکړه، له شلو کالو وروسته د دانه داري پنبې پېرل، کارکوونکو ته د اکاونټونو جوړول، د غصب سوو جایدادونو د دوسیو ترتیبول، د اضافي لګښتونو مخنیوی، په اداري او ساحوي چارو کي د فساد مخنیوی، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د مالوچو تولید، د صحي غوړیو تولید، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو لپاره د ۱۰۰ میلیونه پور تر لاسه کول، د نویو کارکوونکو ګمارل او په اداري، عملیاتي او سوداګریزو چارو غوره کنټرول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS