د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د افغانیو ارزښت کمېدل!

په دې وروستیو کي د افغانیو په مقابل کي د امریکایي ډالرو ارزښت د پام وړ لوړ سوی دئ او دې چاري تر یوه بریده د هیواد پر اقتصادي، مالي او د خلکو پر ژوند منفي اغېزې غورځولي دي او د خلکو ترمنځ ئې یو شمېر اندېښنې پیدا کړي دي، چي  په لاندي ډول ورته اشاره کوو.
* د اسعارو په بازارکي د ارز ارزښت د نورو اسعارو د تقاضا او عرضې تر اغېزې لاندي وي او عرضه او تقاضا بیا د اقتصادي او سیاسي ټولیزي فضا تر تاثیر او اغېزو لاندي راتلای سي او که چيري دغه فضا او محیط مثبت وي له کورنیو اسعارو څخه ملاتړ او حمایت کېږي او که چيري فضا او چاپیریال منفي او نا مساعد وي بیا اسعارو ته تقاضا کمېږي.
* د نورو لاملونو ترڅنګ تجارتي کسر د کورنیو اسعارو یو لامل هم کېدای سي په هر اندازه، چي تجارتي کسر موجود وي د اسعارو پر وړاندي ستونزي رامنځته کولای سي.
* په افغانستان  کي شاوخوا (۱۰) میلیارډه ډالره واردات لرو او (۱،۸) میلیارډه ډالره صادرات، چي ترمنځ ئې د (۸،۲) میلیارډه ډالرو لوی کسر موجود دئ.
نړیوالي مرستي:   
* د نړیوالي ټولني له خوا، چي له افغانستان سره کومي مرستي ترسره او بازار ته وړاندي کېدې عام روایت دا وو، چي نړیوالو مرستو د هیواد د تجارتي کسر انډول ساتلی وو او دغه مرستي د پولي ثبات حیاتي عامل بللي سوي دي.  
* نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا په متحده ایالاتو کي وروستیو بدلونونو د افغانستان په خلکو منځ کي یوشمېر اندېښنې را ولاړي کړي دي او فکر کوي، چي نړیوالي مرستي بندېږي؛ نو په دې اساس خپلي پیسې(افغانۍ) تبادله کوي او ډالر پرې رانیسي، چي دې چاري د ډالرو له پاره تقاضا زیاته کړې، چي د افغانیو پر ارزښت باندي ئې منفي اغېزې غورځولی دي.
* هغه پراختیایي او بشري پروژې، چي د لویو، منځنیو او کوچنیو مرسته کوونکو لخوا تمویلېږي په عادي ډول رواني دي او د اسعارو پر بازار ئې هیڅ ډول اغېز نه دئ کړی.  
* هر ډالر (۸۲) افغانۍ ته ورسېده، چي افغانیو تر یوه حده خپل ارزښت له لاسه ورکړ؛ خو د افغانستان بانک په بازار کي د خپلو سیاستونو په کارولو سره د افغانیو د ارزښت کمېدو مخه ونیوله.
* هغه خلک، چي فکر کوي افغانۍ به خپل ارزښت له لاسه ورکړي دوی ته روښانه پیغام دادئ او باید په دې پوه سي، چي د افغانستان اقتصاد له بهرینو مرستو سره نه دی تړلی او افغانستان د خپلو اسعارو د ساتني وړتیا لري.
* یو شمېر کړۍ هڅه کوي، چي د اسعارو په بازار کي منفي تبلیغات وکړي، چي د بهرنیو مرستو بندېدل د افغانیو پر ارزښت بدي اغېزې لري او دغه کړۍ سیاسي انګېزه لري او په دې کار سره نظام ته ضربه رسوي. تمه داده، چي دا ډول لوبي وپېژندل سي او ورسره مقابله وسي.
* د افغانستان بانک په تخنیکي کچه هڅه کوي؛ ترڅو د افغانیو ارزښت کنټرول کړي او په کافي توګه ډالر بازار ته وړاندي کړي دي؛ نو باید د دې ډاډ تر لاسه سي، چي په بازار کي بل لوبغاړی نه دئ موجود او بازار باید تر دقیق کنټرول لاندي راسي.  
د بهرنیو مرستو ځنډېدل:
په امریکا کي د سیاسي بدلون او د نوي ولسمشر په راتګ سره د دې هیواد چارواکو له خوا پر یو شمېر هیوادونو سیاسي او اقتصادي بندیزونه وضع سول، چي د هغوی په قطار کي یو هم افغانستان دئ. کله چي د امریکایي چارواکو له لوري افغانستان سره د مرستو د ځنډ اعلان وسو او ورسره جوخت د هیواد په اقتصادي او مالي سيکټور باندي تر یوه حده منفي اغېز وسو، چي یو هم د ډالرو پر وړاندي د افغانیو د ارزښت بایلل دي.
د دریو کلونو په اوږدو کي د نړیوالي ټولني په ځانګړې توګه د امریکا له خوا له افغانستان سره په نغدي ډول مرستي ترسره کېدې، چي د افغانستان بانک د سیاستونو ترڅنګ د افغانیو د ارزښت په ساتلو کي  ئې د پام وړ رول درلود، کله چي دغه مرستي ځنډېږي د افغانیو د ارزښت په ټیټولو کي ئې د پام وړ رول درلود.
پر افغانیو د خلکو بې باوري:
اقتصادي بې ثباتي، د هیواد له ناڅرګند وضعیت څخه د خلکو اندېښنې او یو شمېر  بې بنسټه پروپاګنډ پر افغانیو د عامو خلکو بې باوري زیاته کړې ده. عام خلک او سوداګر هڅه کوي، چي خپلي پیسې( افغانۍ) په ډالرو تبادله کړي، چي دې چاري د امریکایي ډالرو له پاره تقاضا زیاته کړې او ارزښت ئې د افغانیو پر وړاندي لوړ سوی دئ.  
  ګاونډیو هیوادونو ته د ډالرو قاچاق:
د هغو لامولونو په قطار کي، چي د ډالرو د ارزښت د لوړېدلو لامل سوی دئ، یو هم ګاونډیو هیوادونو یعني ایران او پاکستان ته د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو قاچاق دئ. په یادو هیوادونو کي د اقتصادي ستونزو له امله ډالرو ته تقاضا زیاته سوې ده؛ نو په دې اساس د ډالرو قاچاق زیات سوی دئ.
په افغانستان کي د ډالرو د نرخ لوړېدو د نه کنټرول په صورت کي راتلونکي ستونزي:
که چيري په هیواد کي د ډالرو لوړ نرخ کنټرول نه سي یو شمېر اقتصادي او ټولنیزي ستونزي رامنځته کولای سي، چي د خلکو پر ژوند او اقتصاد بدي اغېزې کوي.
۱-  د خلکو پر ژوند ئې اغېزې:
* د وارداتي او خوراکي توکو لکه اوړو، وریجو، غوړیو او بورې د بیو لوړېدل.
* د درملني، سون توکو او موټر د کرایې لوړېدل.
۲- د افغانیو د ارزښت کموالی او پر افغانیو د خلکو بې باوري:
* پر افغانیو د خلکو بې باوري او د خلکو له خوا د افغانیو پر ځای د ډالرو ذخیره کول
* له هیواد څخه د پانګي وتل او د کورنۍ پانګوني کمېدل
* قتصادي بحران او د کاري فرصتونو کمېدل
* د بېکارۍ د کچي لوړېدل
۳- له هیواد څخه بهرته د پانګي او خارجي اسعارو لېږدول:
* د کورنيو تولیداتو کموالی، فابریکو او شرکتونو د کار درېدل
* بهرنیو توکو ته د اړتیا زیاتېدل
* پر عامو خلکو اقتصادي فشارونه زیاتېدل
۴- د بېوزلۍ او ټولنیزو ستونزو زیاتېدل:
* بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا لوړېدل
* د اقتصادي ستونزو له کبله د جنایي جرمونو زیاتېدل
* د کډوالۍ زیاتېدل

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .