د بودیجوي واحدونو مالي مسئولینو ته روزنیز پروګرام جوړ سو!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۷
.............

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د وزارتونو او خپلواکو ادارو د بودیجوي واحدونو مالي مسؤلینو ته په مالي او حسابي برخو کي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې مناسبت په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کي جوړه سوې وه، د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزیر په خپلو خبرو کي دغه پروګرام خورا ګټور او ارزښتناک وباله، چي له هغه څخه په ګټي اخیستني به کارونه په دقت ترسره سي، هغه زیاته کړه، چي له دې پروګرام څخه په ګټي اخیستني سره باید د خپلو مسلکي مهارتونو د پراختیا له پاره هڅي وسي؛ ترڅو کارونه په ښه توګه ترسره سي.
د لوړو زده کړو وزیر په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه روزنیز پروګرام چي نن ئې د پرانیستي شاهدان یاست، ځکه مهم دئ، چي د مالي چارو د انسجام او پرمخ وړلو له پاره چمتو سوی دئ، هغه زیاته کړه، چي په اسلام کي جهل او نه ‌پوهاوی عذر نه ګڼل کېږي او علم تر عمل مخکي فرض دئ. د دې له پاره، چي تاسي خپل کارونه په اصولي او سمه بڼه ترسره کړئ، اول باید د هغه په اړه په بشپړ ډول پوهاوی ترلاسه، بیا وروسته د عمل جامه ور واغوندئ.
د چارو ادارې لوی رئيس په خپلو خبرو کي وويل، چي د يوې ادارې د رهبرۍ دنده او دیني وجیبه دا ده، چي له اړینو معیارونو سره سم د کسانو ګومارنه ترسره او د هغو د وړتیا لوړولو ته زمینه برابره کړي. مالیې وزارت د دې پروګرام په جوړولو سره خپل مسؤلیت ترسره کړ، اوس نو تاسي باید له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته او پېچلي مالي او حسابي مسایل په خورا دقت سره زده کړئ. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي په دې پروګرام کي پر شته موضوعاتو بسنه ونه کړي، هڅه دې وسي، چي په مطالعې سره خپله پوهه لا زیاته کړي.
د خزاینو لوی رئیس وویل، د دغه پروګرام له جوړولو څخه موخه په مالي او حسابي برخه کي د بودیجوي واحدونو د مالي مسئولینو د ظرفیت لوړول دي؛ تر څو هغوی د مالي چارو له پروسیجرونو سره لا ډېر بلد سي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي د روڼتیا، اغېزمنتوب تضمین او ګټورتوب د تأمین، د غیرضروري لګښتونو د مخینوي او د بودیجوي کسر د له منځه وړلو په موخه دي په دې پروګرام کي په پوره لېوالتیا ګډون وکړي.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به (۱۵) ورځي دوام وکړي، چي په هغه کي به ګډونوالو ته د مالي چارو او عامه لګښتونو اصول، د ملي بودیجې د اجراء اصول، د کرایې او سفریې اصول، د تدارکاتو قانون او کړنلاره، د خزاینو لوی ریاست د معاشاتو د مدیریت سیسټم (TPMS)، د حسابونو جدول، د ارزښتمنو اسنادو د اجراء څرنګوالی، فورمه جاتو، نقدي او جنسي کنټرول، د معاشاتي او مصارفاتي حوالو ترتیب، چک لیستونه او تأدیات، د ادارو بانکي حسابونو ته د لګښتونو او د مخکي ورکړو سویو حوالو د لېږد څرنګوالی، د تحویلۍ د حوالو، د معاشاتو د بانکي کولو سیسټم، د عوایدو د جریان د لګښتونو د پلي کولو راپور، د قطعیې د ترتیب او طی مراحلو څرنګوالی او یو شمېر نور اړین موضوعات تشرېح سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS