د بودیجې جوړوني ریفورم د پلي کولو تخنیکي او مشورتي ناستي وسوې
د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله، په مشرۍ له بودیجوي واحدونو سره د برنامې په اساس په انفرادي ډول او د عامي روغتیا او د خوړو او درملو طبي شورا اداري تخنیکي ټیم په ګډون د بودیجې جوړوني ریفورم د پلي کولو تخنیکي او مشورتي ناستي ترسره سوې.
په پیل کي د عامي روغتیا وزارت ټولي اصلي برنامې، فرعي برنامې او فعالیتونه تر غور او بررسۍ لاندي ونیول سول. له بررسۍ وروسته د هغوی ټولي برنامې او فعالیتونه د تشکلاتي جوړښت او خدمتونو وړاندي کولو پر بنسټ ترتیب او تصحیح سول او د سره ورته برنامو او فعالیتونو مخنیوی وسو.
همدا شان ګډونوالو ته د ملي بودیجې لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري لازمي لارښووني ترسره سوې.
