د تجارتی عمومی مدیر دندی او مسؤلیتونه
Publish Date
Closing Date
سریزه : دافغان طیور دولتی شرکت د معتبر جواز درلودو په پام کی نیولو سره دچرگانو او مالداری په برخه کی د 1362 کال راهیسی یولړ سوداګریز دندی ترسره کړیده .
اوس شرکت څلور ویشت کارکونکو او کار ګرانو او دیوملیون امریکایی ډالرو په درلود سربیره د یوه سړه خونه په د دوزره متریک تنه کچه د درلودو سره غواړی دخپل اساسنامی او جواز پربنسټ دچرګانو َ او دڅارویو لمړنی خوراکی توکو په برخه کی فعالیت سرته ورسوی ؛ څوک چه د پورنیو اهدافو رسیدلو ته لیوالتیا لری ، هیله کیږی خپلی طرحی په لنډ دول سره له خپل ((C V دی وړاندی کړی ترڅووکولی شو د ستاسود ښه طرحو په بنسټ او په ګمارلو سره شرکت دبنسټیز اوغیر بنسټیز تولید په برخه کی په پښو ودرول شی.
ب : د تجارتی عمومی مدیر دندی او مسؤلیتونه :
- نوی پروپوزل او د شرکت پخوانی نیمګړی پروپوزلونو اصلاح او پراختیا ورکول .
- دتولیداتو لپاره نوی مارکیټ پیداکول اوپراختیا ورکول .
- د دولتی اداری ، مالی قانون او پروسیجر سره معلومات درلودل.
- د تجارتی نوی فرصتونو ایجاد ، پیدا کول او څیړنه .
- د عصری بازار موندنی یا مارکیتنګ په اصولو بلدتیا اوتجربه .
- د چرګانو اومالداری پراختیا موندنی عمده فکتورنو سره آشنایی او مربوط اداری ته ور په ګوته کول.
- په هیواد کی دچرګانو او مالداری مربوط عمده خنډونو او د خنډونو د وتلو دحل لاری سره بلدتیا .
- په بشپړ توګه د چرګانو اوڅاریو دخوراکی توکو اجزا و او دترکیب سره آشنایی در لودل .
- دمارکیت او پیرودونکو یا مشتریانو سره دښه او دوامداره رابطه برقرارولو مهارت درلودل .
- دشرکت دګټو په کتنوسره د کارمندانو او کارکونکو سره ښه همکاری اوهمغږی سره کارونه مخ ته بیول .
- هفته وار،میاشتنی او کلنی راپور ترتیب او اړوند مسؤل ته سپارل.
شرایط:
- دتجارت په برخه ماستری اویا حد اقل د لیسانس په کچه تحصلات در لودل
- د کمپیوتر او ایمیل لیکنو سره مهارت لرل .
- په دری ، پشتو او انګلیسی ژبو سره بلد تیا .
- پروپوزل لیکل او انکشاف ورکولو برخه کی ۵کلنه کاری تجربه
- دولتی او یا نړیوالو ادارو سره په اړوند برخه کی حد اقل ۵ کلنه کاری تجربه
داعلان وخت شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ الی ۱۴۰۱/۸/۲۲ ۱۵ ورځی
په شرایطو وړ کسان کولی شی چی خپل اسناد په لاندی ایمیل ادرس راواستاوی
Afghan_poultry_company@yahoo.com
د افغان طیورشرکت ادرس : خواجه رواش کابل میدان هوای سرک دکابل ګمرک شاته ،کابل
تیلیفون :۰۷۹۸۷۷۷۷۳۸
واتساپ نمبر:۰۷۰۰۲۹۳۹۵۰