د تدارکاتو ریاست د مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار ترسره سو!
د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د تدارکاتو ریاست مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
په دې غونډه کي، چي د دې وزارت خیبرهال د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د حقوقي بورډ رئیس شیخ الحدیث محمد نعیم جمیل، د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس شیخ الحدیث محمد مبین امیني، د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس مولوي حیات الله ابو احمد او د تدارکاتو ریاست یو شمیر مسئولینو ګډون کړی وو.
شیخ الحدیث محمد مبین امیني وویل، چي د نن ورځي سیمینار د مالیې وزارت په ګډون په هر وزارت کي د شپږ کسیزي کمېټې له پرېکړي سره سم ترسره کېږي؛ ترڅو هغه فرمانونه پلي کړي چي د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) لخوا په رسمي جریده کي صادر سوي ول او ماده په ماده پرې بحث او خبري سوي وې. د دې کمېټې یوه پرېکړه د دې سیمینار په لاره اچول وو؛ ترڅو د تدارکاتو ریاست مسئولینو له پاره د بیعي یا پېر او پلور په اړه معلومات شریک سي. دا سیمینار به له تاسو سره د بیت المال په ساتنه، په لګښت او راپور ورکولو کي روڼتیا، د بیت المال د ضایع کېدو مخنیوي، د اړمنو خلکو پاملرنه او د عامه ګټو له پاره د خورا مهمو شرعي موضوعاتو زده کولو او پلي کولو کي مرسته وکړي.
مولوي حیات الله ابو احمد، د بیعي په اړه معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي بیع د خلکو ترمنځ یو له مهمو اقتصادي قراردادونو څخه ده او په ټولنیزو اړیکو کي مهم رول لري. د اقتصادي اړتیاوو پوره کول، حلال تجارت، ټولنیز عدالت، د نورو حقونو ته درناوی او د همکارۍ او تعاون په روحیه اغېز د بیعي مهم اړخونه دي او دا مسئله باید د نورو فعالیتونو په څېر د اسلامي مقرراتو په چوکاټ کي اوسي؛ ترڅو د خلکو په انفرادي او ټولنیز حالت ښه کولو کي مرسته وکړي.
مولوي سیف الخالد، د خپلي وینا په ترڅ کي وویل، چي د تدارکاتو ریاست یو له هغو مهمو څانګو څخه دئ، چي د نن ورځي سیمینار (بیعي) موضوع سره ئې سر او کار دئ. (بیع) باید د اسلامي اصولو په اساس ترسره سي. کارکوونکي باید د دې شرعي اصولو او احکامو څخه خبر وي؛ ترڅو حلالي معاملې ترسره کړي او د سود مخه ونیسي. د بیعي د احکامو او اصولو پوهه د تدارکاتو کارکوونکو له پاره، نه یوازي له شریعي اړخه بلکي له مسلکي او ټولنیز نظره هم اړینه ده.
