د تصمیم نیوني بنسټیز ټکي

تصمیم په رهبرۍ کي د زړه حیثیت لري، یوه خبره ډېره مشهوره وه چي تصمیم د بري لومړی شرط دئ، اړتیا ده، چي دې برخي ته زیاته پاملرنه وسي، رهبران او مدیران تصمیمونه په خورا دقت سره ونیسي، د تصمیم نیوني لنډ مفهوم په یوه موضوع کي د یوه کس یا رهبر د نظر استقرار، ثبوت او د قاطعیت حد ته رسېدل دي. همدارنګه له مختلفو نظریاتو او بدیلونو څخه یو ټاکل تصمیم نیونه ده او د القرار کلیمې څخه یاده کلیمه اخیستل سوې ده، په معاصر مدیریت او رهبرۍ کي تصمیم نیوني ته د موضوع حل هم ویل کېږي، یا  د هغو پایلو له وړاندویني او ارزونې څخه عبارت دئ، چي له موجوده حل لارو څخه د یوې حل لاري په قطعي ټاکلو سره موخي تر لاسه کوي، د اسلام له نظره تصمیم نیونه په لاندي ډول تعریفولی سو.

هر رهبر او مدیر ته د تصمیم نیوني مخکي لاندي کارونه اړین دي:
1. په هر تصمیم کي د خیر فکر وکړئ او په الله تعالی توکل هغه وخت وکړئ، چي د موضوع ټول اړخونه مو بشپړ څېړلي وي:
د دقیقو معلوماتو باوجود په پاک رب تعالی توکل یقیني تصمیم د خیر لوري ته بیایي او موږ ته دا جراات را کوي، چي قاطع تصمیم ونیسو.
2. ۸۰ سلنه معلومات راټول کړئ بیا تصمیم ونیسئ: له تصمیم نیوني څخه مخکي د اطلاعاتو راټولول اړین دي، معمولاً تصمیم د یوې کره ډېټا په اساس نیول کېږي.
3. تاسي باید له مهمي تصمیم نیوني څخه مخکي کافي اندازه ارام کړی وي: ارام ذهن د تصمیم نیوني له پاره ډېر مهم دئ، څېړني په ډاګه کوي، چي له هرو څلورو ترافیکي پېښو څخه یوه ئې بې خوبه موټروان وي، بناً مهم تصمیمونه باید د بې خوبي، ناروغۍ او خسته ګۍ په حالت کي و نه نیول سي.
4. د وخت مدیریت: په تصمیم نیونه کي د وخت  د مدیریت موضوع ډېره مهمه ده په تصمیم نیونه کي ځنډ او تلوار دواړه تاوان کوي، بناً که ډېره اړتیا نه وي په بېړه تصمیم مه نیسئ.
5. د مشورې ورکوونکی وپېژنۍ: که څوک په تصمیم نیونه کي مشوره درکوي، اړتیا ده، چي بشپړ تحلیل ئې وکړئ، ځکه مفت هیڅ نشته یوه خبره ډېره مشهوره ده، چي مفت خوراک په دام /لومه کي وي.
6. د موضوع حساسیت معلوم کړئ: که موضوع ډېره حساسه او مهمه وي، بیا بیا فکر وکړئ او ستراتیژیکه تصمیم نیونه وکړئ، بیا بیا فکر د دې له پاره اړین دئ، چي هیپنوتایز سوي خو به نه یاست، احساساتي چلند نه دئ په کار، بلکي اساساتي چلند مهم دئ.
7. امکانات او وړتیا په پام کي ونیسئ: مانا دا، چي له خپلو امکاناتو او وړتیاوو پورته تصمیم مه نیسئ.
8. په مشخصه موضوع باید ذهن متمرکز کړئ: ډېری مغلق او سخت کارونه د ذهني تمرکز په حالت کي شونې دي، بناً د تصمیم نیوني له پاره ذهني تمرکز نهایت اړین دئ.9.  له ستونزي څخه فاصله اختیار کړئ: څومره به ښه وو، چي له ستونزمنو حالاتو یو ځل راوتلی، څو ورځي وروسته مو په ارامه تصمیمونه نیولی، دا یقیني مهمه چاره ده .
10. له واقعي دنیا فاصله مه اختیاروئ: همېش واقع ګرا اوسئ، واقعي حالات او حقیقي نړۍ او امکانات وګورئ، یا واقعیتونه درک کړئ، بیا تصمیم ونیسئ، پایله به ئې ډېره ښه وي.
11. له سیستماتیکي ستراتیژۍ څخه ګټه پورته کړئ: تصمیم نیونه یوه سیستماتیکه پروسه ده او په دې پروسه کي  (Trade off) حتمي دئ، ځیني شیان له لاسه ورکول حتمي دي او سیستماتیکوالی ځکه مهم دئ، چي د تدریج اصول باید مراعات سي.
12. د خپلي تصمیم نیوني طریقه او اسلوب وپېژنئ: د خپلي تصمیم نیوني اسلوب او سبک باید وپېژنئ او لازم نوښتونه په کي رامنځته سي.
13. د نورو له تصمیمونو څخه درس واخلئ: ضرور نه ده، چي د نورو ناکامې تجربې موږ بیا و ازمایو، ښه ده چي د نورو له مثبتو تجربو څخه ګټه واخلو او د تصمیم نیوني د ناکامۍ له وېري مو بې غمه کوي، ژوند ډېر لنډ دئ ، مهمه نه ده، چي د برېښنا نیولو تجربه په ځان بیا بیا وکړو، هر څه واضح سوي دي.
14. د بدترینو شرایطو له پاره هم فکر وکړئ: د تصمیم نیوني د پایلو او حتی سختو شرایطو له پاره هم اماده اوسئ.
15. له لاسه ورکول او لاسته راوړل: په تصمیم نیونه کي یو تحلیل بل هم اړین دئ، چي هغه څه چي لرو ئې او  د هغه څه له پاره چي لاسته ئې راوړو، د کوم یوه ارزښت لوړ دئ؟
16. ځیني وخت مهم نقاط باید نالیدلي و نه نیسو: ځیني وخت موږ په تصمیم کي بیخي ژور ځو او یوازي هغه څه وینو، چي لیدل ئې غواړو، نو اړینه ده، هغه څه چي پر موږ بد لګېږي یا مو نه خوښېږي، له پامه وغورځوو.
17. د فکري چوکاټ قدرت: په فکري چوکاټ او چاپيریال مو غور وکړئ او ځان له محدودیت څخه وساتئ او پراخ تفکر وکړئ.
18. د بې ځایه سکون ښکار نه سئ: کوښښ باید وکړو، چي په فلج حالت کي پاتې نه سو او د سکون ښکار نه سو، له هیڅ تصمیم نیوني بهتره دا ده، چي یو تصمیم ونیول سي، معقولیت شرط دئ.
19. دا ومنئ، چي تصمیم نیونه همېشه له ځان سره خطر لري: تصمیمونه همېش ګټي نه لري، ځیني وخت خطرات هم له ځان سره لري، چي ممکن مالي او یا غیر مالي وي، نو بناً احتمالي خطراتو ته د رهبر د ذهن چمتووالی اړین دئ.
20. تر ځان مستعد خلک سلاکاران کړئ: یوه خبره ډېره مشهوره ده، چي دوستان د خوښۍ او دوستۍ له پاره وساتئ، مګر کاري ماحول په تخصصي او پاکو انسانانو ښایسته کړئ. نو که سلاکاران تر رهبر تکړه او مستعد خلک وي، تصمیم به حتماً ښه وي.
21. د دوه زړیتوب له زندان څخه ځان خلاص کړئ: دوه زړیتوب یا شک د تصمیم نیوني پروسه سخته زیانمنوي، بناً جدي او قاطع اوسئ.
22. ځیني وخت لږ سټریس هم ښه وي: مناسبه اندازه سټریس/فشار ښه وي، ذهن فعاله ساتي، مګر دا باید له حد زیات نه وي.
23. له نورو څخه مه متاثره کېږئ: کوښښ وکړئ، چي که مو تصمیم درست وي او ډاډمن یاست په دې اړه له نورو څخه متاثره نه شئ او مخ پر وړاندي خپل مزل پیل کړئ.
24. لوړ لرلید ته مو فکر کوئ: په تصمیم نیونه کي د خپل لوړ هدف لوړه نقطه په پام کي نیول مهمه ده، هغه په دې مانا چي کوچني مسائیل مو باید بې ځایه مصروف نه کړي.
25. په تېر پسي مه نښلئ: له تېر څخه درس واخلئ، مګر مه پوري نښلئ، ځکه نن ورځ مو متاثره کوي، په تصمیم نیونه کي دا اصل ضرور دئ.
لنډه دا، چي تصمیم باید په پټو سترګو او احساساتي ډول و نه نیسو او نیمګړی تصمیم باید و نه نیول سي، باید بشپړ ئې کړو ځکه هغه تصمیمونه، چي په نیمایي کي پاتي کېږي له دې څخه نه تصمیم نیول مناسب دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .