د تعرفې کمېټې د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفه بحث او پرېکړي وکړې

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۹:۵۳
خبر

د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د تعرفې کمېټې ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه او د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفه یې بحث او پرېکړې وکړې.

په دې ناسته کي چي د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ وویل چي د دې کمېټې ټولي پرېکړي په بازارونو کي د نرخونو پر کموالي او زیاتوالي اغېز لري، نو په کار ده چي ټولي پرېکړي په پوره دقت او د اصولو سره سم ونیول سي.

له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس عبدالرحمن وقاد د کبانو، کنسر لوبیا، کاکوي چاکلیټ، لمریزي اوبه ګرمونکي، د کالیو وینځلو پوډر د وارداتي تعرفو او د شوکاڼي صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یې د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتني د کمېټې له غړو سره شریکي کړې.

د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو پر تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودي او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمي پرېکړي وکړې.

همداشان په دې کمېټه کي د یو شمېر وارداتي اقلامو لپاره د ملي کوډونو پر جوړیدو هم پرېکړه وسوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS