د تورخم په ښارګوټي کي لسګونه جریبه ځمکه د ننګرهار ګمرک ته وسپارل سوه
![خبر](/sites/default/files/2023-10/twrkhm.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي له مخي د ننګرهار والي ښاغلي ملا محمد نعیم اخوند له لوري د تورخم په بندر کي د ګمرک لپاره ځانګړې سوې (۵۴۰) جریبه ځمکه په رسمي ډول د مالیې وزارت استازي او د ننګرهار ګمرک رئیس ښاغلي ملا عبدالهادي ابرار ته وسپارل سوه.
په پام کي ده، چي په یاده ځمکه کي به پراخ ګمرکي بنسټونه جوړ سي، چي ور سره به د تورخم په ګمرک کي سوداګرو ته سانتیاوي زیاتي او ګمرکي طی مراحل به اسانه او لا چټک سي.