د تورخم ګمرک منسوبینو د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی وکړ
![خبر](/sites/default/files/2023-01/9999.jpg)
د تورخم ګمرک منسوبینو تېر ماښام د یو بار وړونکي موټر د پلټني پر مهال ۷۸ کیلو ګرامه بېلابیلي قیمتي ډبري، چي په ډیر مهارت سره ځای پر ځای سوې وې، کشف او ونیولې.
د ګمرکونو لوی ریاست ټولو ولایتي ګمرکونو ته سپارښتنه کړې، چي د قاچاق د مخنیوي او د ممنوعه توکو پر وارداتو او صادراتو جدي څارنه ولري چي په دې برخه کي یاد ګمرکونه د پام وړ لاسته راوړني هم لري.