د تورخم ګمرک منسوبینو د ٧٢ کیلو ګرامه قیمتي ډبري له قاچاق څخه مخنیوی وکړ
د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو په یوې صادراتي محموله کي د کونزیټ په نوم د ٧٢ کیلو ګرامه قیمتي ډبري له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یادي ډبري چي په ډېر مهارت سره ځاي پر ځاي سوي وې او غوښتل ئې پاکستان هیواد ته ئې قاچاق کړي.
همدارنګه دري ورځي وړاندي هم، د ډبرو سکرو په صادراتي محموله کي د څلور ټنه میده سويو لیټیم ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وسو.
د یادوني وړه ده چي په یاد ګمرک کي د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له صادراتو او وارداتو څخه مخنیوی سوی او عاملین ئې اړوندو ادارو ته ور پیژندل سوي دي.
