د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان حکومت له اصلاحي هڅو او اقدامونو څخه د نړیوالې ټولنې ستاینه

mofadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۹/۸ - ۹:۲۰
mof

د لیندۍ ۸مه ۱۳۹۷: د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماماتو، د لېندۍ میاشتې په ۷ مه نېټه په ګډه د جینوا کنفرانس د ناستې پایلې د ۶۲ هیوادونو وزیرانو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو په وړاندي هدایت کړې.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو ټولو استازو هره یوه د ۲ تر دریو دقیقو پوري خبرې وکړې.

د ناستې ټولو ګډونوالو له فساد سره د مبارزې، او د دې هیواد د اقتصادي ودې لپاره ستراتېژي، سیمه ایزه نښلونه، د سولې پروسه، د دموکراسۍ په لوري پرمختګ، ټاکنې او د وچکالۍ او قحطۍ د ستونزو حلولو په برخه کې د افغانستان د حکومت هڅې او اصلاحي ګامونه وستایل.

همدا رنګه هغوی یادونه وکړه، چې د افغانستان حکومت له فساد سره نوره مبارزه هم کوي او د پایداره ودې لپاره ستر ګامونه اخلي ا و د وچکالۍ او قحطۍ مسئلې ته په چټکۍ سره ځواب ورکوي. په همدې ډول ګډونوال ژمن شول چې د نړیوالې ټولنې د یوه فعال غړي، سوله خوښي او پایداره افغانستان بدلېد لپاره به ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې ناسته کې د مدنی ټولنو استازو تراوسه پوري د پرمختګونو چې ترسره شوي دي او د حکومت د ځواب په توګه له هغوی سره خبرې وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS