د جینوا کنفرانس پایلې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۱ - ۹:۲۰
mof

د لیدنۍ ۱۱مه ۱۳۹۷: د ولسمشرۍ عالي مقام د ویاند مرستیال ښاغلي شاه حسین مرتضوي او د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، نن د لیندۍ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس له لارې د جینوا کنفرانس پایلې د حکومت د رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې کنفرانس کې د پلان وړاندې کولو په اړه د جینوا کنفرانس په مطروحه موضوعاتو، د سولې او پراختیا ملي چوکاټ سره سم نړیوالې ټولنې ته د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو او اصلاحي اقداماتو د راپور، د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو، له نړیوالې ټولنې سره د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ او د افغانستان حکومت له پرمختګونو څخه د نړیوالې ټولنې د ستایلو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک شول.

د مالیې وزارت ویاند او اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي وویل چې له ټاکل شوي هدف څخه مو زیات ملي عواید راټول کړي دي. نوموړي زیاته کړه په روان مالي کال کې د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولیدو لپاره ۱۷۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو چې له نیکه مرغه موږ وکولی شول د مالي کال له پای ته رسیدو څخه مخکې ۱۷۳.۹۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړو. د نوموړي په خبره تر اوسه د حکومت په کچه ۷۵ سلنه پراختیایې بودیجه لګول شوې ده چې د مالي کال تر پایه به د پام وړ زیاتوالی امومي.

د مطبوعاتي کنفرانس په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS