د جینیوا کنفرانس د ژمنو تحقق تعقیبول د حکومت لومړیتوب دی
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست لوړ پوړو چارواکو، ستر سلاکار او د دې ادارې سکټوري رئیسانو او د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیال په ګډون د افغانستان د مشارکت چوکاټ پلي کېدو تعقیب د رهبرۍ بورډ (APF) لومړۍ ناسته د چارو ادارې د ناستو په تالار کې وشوه.
د ناستې په پیل کې لومړی د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په ځانګړې ناسته کې د جینیوا کنفرانس د ژمنو تحقق د کړنلارې او عمل عمومي پلان د تصویب هر کلی وشو او ورپسې د اړوندو دولتي بنسټونو او نړیوالو پراختیایي شریکانو د غوښتنې له لارې د ژمنو پلي کولو څرنګوالې په تړاو د افغانستان حکومت په لومړیتوبونو هر اړخیز بحث وشو او په تړاو یې اړینې پرېکړې وشوې.
