د جینیوا کنفرانس

د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانـس

سوله،سوکالې او ځان بسیاینه

۲۳-۲۴ نوامبر ۲۰۲۰ - جینیوا

د کنفرانس په اړه

د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس د نوامبر میاشتې له ۲۳ -۲۴ مې پوري په جنیوا کې ترسره کېږي. دغه کنفرانس د افغانستان او فنلنډ دولتونو او ملګرو ملتونو سازمان له لوري په ګډه مخته وړل کېږي. د څلورو کلونو ژمنو دغه کنفرانس، د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته ښه فرصت په لاس ورکوي، څو په افغانستان کې د پایداره پراختیا پیاوړي کولو، هوساینې او سولې لپاره په ګډو موخو ژمنه وکړي. د دې کنفرانس یوه موخه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو پراختیایي موخو لپاره د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې متعهد کول، د پراختیایي همکاریو لپاره همغږي او د افغانستان حکومت د مالي ملاتړ لپاره ډاډ ترلاسه کول دي. د مالي مرستو په ژمنو سربېره، یوه ګډه سیاسي اعلامیه او د کنفرانس د وړاندوېینه شویو پایلو د مرستو یو نوی پلان دی.

تمه کېږي د وزیرانو په کچه د افغانستان لپاره د ژمنو کنفرانس، د نړیوالو سازمانونو په ګډون ۷۰ هیوادونه سره راټول کړي. له دې وړاندي دغه کنفرانس په ۲۰۱۶ کال کې په بروکسل او په ۲۰۱۲ کال کې په توکیو کې ترسره شو.

د کنفرانس چوکاټ

د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په جینوا کې د ملګرو ملتونو په ماڼۍ کې ترسره کېږي. دغه کنفرانس له یوه ترکیبي چوکاټ څخه پیروي کوي، چې په حضوري او مجازي ډول ګډون پکي امکان منونکی دی.

د دې کنفرانس د عملي کړنو په اړه پوښتنې کولی شئ د مالیې وزارت، د افغانستان حکومت او د افغانستان- فنلنډ ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس ځانګړي کاري ځواک ته واستوئ.

مطبوعاتي خبرپاڼې

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس لپاره رسنیو ته د باور ورکړې بهیر پیل

د جینوا ۲۰۲۰ کنفرانس لپاره رسنیو ته د باور لیک په موخه د ثبت بهیر پیل شو، چې (د ملګرو ملتونو د اطلاع رسونې سرویس) یا (UNIS) له خوا مخته وړل کېږي او د ۲۰۲۰ کال نوامبر تر ۲۰ مې پوري به دوام وکړي. دغه پروګرام د «ملګرو ملتونو سازمان په مرکز » کې ترسره کېږي، له همدې کبله محترمو رسنیو ته خبر ورکول کېږي، چې د کرونا یا کوویډ ۱۹ ویروس د ګواښ له کبله د رسنیو حضور محدود دی او هیله کېږي چې ژر تر ژره ګام پورته کړي او هغه رسنۍ چې تر نورو مخکي وي لومړیتوب ورکول کېږي.

دغه کنفرانس د webtv.un.org ویب سایټ له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي او رسنۍ کولی شي په دې کنفرانس کې په انلاین بڼه حضور پیدا کړي. د دې کنفرانس په تړاو به نور اطلاعات وروسته د اړوندو ویب سایټونو له لارې خپاره شي. د رسنیو له استازو په خورا درنښت هیله کېږي، چې د کوویډ ۱۹ خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونو ته چې د سویس هیواد او ملګرو ملتونو سازمان له لوري ورکول کېږي په بشپړه توګه پاملرنه وکړي.

نومونه مو دلته ثبت کړئ: https://indico.un.org/event/35368/

نوټ: د نوم ثبتولو دغه بهیر یوازي د رسنیو د استازو لپاره دی او د انفرادي غوښتونکو د نوم ثبتولو لړۍ به ډېر ژر پیل او اعلان شي.

 

سندونه

 

زموږ سره اړیکه

د افغانستان د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند، شمروز خان مسجدي،

ایمیل: shamroz.masjidi@mof.gov.af

تیلفون: +93 (0) 797 332 334

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) معاونیت پلاوی – د ستارتیژیکو اړیکو رئیس، لیام مک داول

ایمیل: mcdowalll@un.org

تیلفون: +93 (0) 728 426 195

 

د فنلند د بهرنیو چارو وزارت، د اړیکو همغږۍ کونکی، یوهانا کاپریو

ایمیل: johanna.kaprio@formin.fi

تیلفون: +358 50 522 8916

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .