د داوطلبۍ خبراوی
Publish Date
Closing Date
د دواطلبۍ ګڼه:008 AHSP/1401/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ یو قلم روغنیاتو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتې تر (۱۷) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af& او کاپی : m.khalidiiu@gmail.com ) برښنالیکونو ته د برښنالیک استولو له لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د ۲۵،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتې په (۱۷) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.