د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ezat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
اعلان داوطلبی

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په همدې مناسبت د دفاع وزارت له لوري جوړه شوې غونډه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست کفیل ښاغلي انجنیر محمد شفیق حکمت، د خزاینو او میزانیې پلټنې رئيس ښاغلي مولوي احمدالله حقاني او همداراز د دفاع وزارت سرمفتش ښاغلي مولوي لطیف الله حکیمي، د یادې ادارې معاونینو، رئیسانو او علماوو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې په ترڅ کې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د خزاینو او میزانیې پلټنې رئيس، د دوامداره زده کړو، له دغو پروګرامونو څخه د غوره ګټي اخیستنې او د پلټونکو د دیني او دنیاوي مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې. ورپسې د دفاع وزارت سرمفتش د ظرفیت لوړونې په برخه کې د مالیې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د پلټنې، روڼتیا، حساب ورکونې او د پلټونکو د مسلکي مسؤلیتونو د اهمیت ترڅنګ یې د دا ډول پروګرامونو په دوامداره جوړېدو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د یاد روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق لیکونه او د دفاع وزارت سرمفتشیت له لوري د مالیې وزارت روزونکو ته ستاینلکونه ورکړل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS