د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ګمارنې کمېټې ناسته وشوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۹:۱
خبر

د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان الدین طاهري، په مشرۍ د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ګمارنې کمېټې ناسته په یاد وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د کمېټې غړو ګډون درلود، له قانون سره سم د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په همکارۍ د ګمارنې کمېټې له لوري د اجرائي پُسټ د رئیس او د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د غړي ټاکلو په توګه په شرایطو د برابرو کسانو د ګمارنې پروسې په پړاوونو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

همدا شان د کمېټې غړو؛ د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو حقوقي ریاست ته دنده وسپارله څو د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په همکارۍ د ګمارنې کمېټې د دندو لایحې په شمول د کاري کړنلارې په نهایي کولو کار وکړي او لومړنۍ مسوده یې د ګمارنې کمېټې بلې ناستې ته وړاندي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS