د دولتي شرکتونو مسئولینو ته د بازار موندني سیمینار ورکول سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۳:۵۵
خبر

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست د دغه وزارت په خیبرهال کي د دولتي شرکتونو د مسئولینو لپاره د بازار موندني سیمینار ترسره کړ.
لومړی د دولتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو رئیس نوید احمد عازم، د دغه سیمینار په پرانیستې وینا کي وویل، اوس په ټول هيواد کي امنیت ټینګ سوی او د هيواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره باید هڅي وسي. څرنګه چي دولتي شرکتونه د اقتصاد اصلي شریانونه او بنسټیزي پایې ګڼل کېږي او د هغوی سیاستونه د اقتصاد په پام کي نیولو او تکیه کولو سره ترسیمېږي؛ نو پالیسي داسي باید تنظیم کړو، چي د تولیداتو عرضه زیاته سي او نه یوازي دا چي کورنۍ اړتیا پوره کړي؛ بلکي صادرات هم باید ولرو، ترڅو د دولت عواید زیات او په اقتصادي وده او سوکالۍ کي مهم رول ولوبوي.
وروسته بیا د دولتي شرکتونو د سوداګریزي برخي د پانګوني د جلب آمر عبدالاحد احدي د بازارموندني، د بازار موندني ستراتیژۍ، د بازارموندني د ډولونو، د بازار موندني د بېلابېلو ابعادو، د بازار جوړوني، د بازار سنجۍ، بازار دارۍ، بازار ګرمۍ، بازار ګرځېدني او نورو اړینو موضوعاتو په اړه پرزینټېشن وړاندي کړ او د ګډونوالو پوښتني ئې هم ځواب کړې.

خبر

په پای کي د یاد سیمینار ارزونه هم وسوه او ناسته د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS