د دیون، صکوک مطبوعې او ضرابخانې د غوښتنو په تړاو د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي ریاست ناسته ترسره شوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۸:۴
خبر

د دیون، صکوک مطبوعې او ضرابخانې د غوښتنو په تړاو د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي ریاست ناسته د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، چې د عوایدو عمومي ریاست، د بودیجې عمومي ریاست، د مالي او حسابي ریاست او د محاسباتو ریاست استازو ګډون درلود، د شرکتونو په قرضونو، غوښتنو او د ټاکل شوې تخنیکي کمېتې له طریقه د دیون او د یاد شرکت د غوښتنو د تطبیق ارزونې په موخه بحث او خبرې اترې وشوې؛ تر څو له یو اړخه د یاد شرکت بودیجوي ستونزې حل شي او له بل اړخه د صکوک مطبعې شرکت او ضرابخانه وکولای شي، د لګښتونو په سپما او کمېدو سره خپلو اساسي فعالیتونو ته مخه کړي. په دغه ناسته کې د یادو ریاستونو د استازو د هوکړې له مخې اړینې پرېکړې وشوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS