د روان مالي کال د تعرفې کمېټې د څلورمي ناستي پرېکړي د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۹:۲۵
خبر

د تعرفې کميټې د څلورمي ناستي پرېکړي د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې. د تعرفې د کمېټې په دغه ناسته کي د کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او د دولتي عوایدو اصل ته په کتو سره لاندي پرېکړي سوي دي:
۱ - په بوجیو کي د را وریدېدونکو وچو شیدو ګمرکي تعرفه له (۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۲ - د تعمیراتي رنګ ګمرکي تعرفه له (۶.۵ سلني څخه ۱۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۳ – د پلاستیکي یو ځل مصرف لوښو ګمرکي تعرفه له (۳۰ سلني څخه ۴۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۴- د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو ګمرکي تعرفه له (۲۵سلني څخه ۳۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۵- د لرګیو او ډبرو سکرو لپاره د جوړو ترکي بخاریو ګمرکي تعرفه له (۲.۵ سلني څخه ۱۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۶- د تریشر ماشینونو ګمرکي تعرفه له (۱۰ سلني څخه ۱۶ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۷- د مالټو وارداتي ګمرکي تعرفه له (۲۰ سلني څخه ۳۰ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده. همداشان د کینو موسمي تعرفه، چي پخوا (۳۰) سلنه او د مالټې (۲۰) سلنه وه او معیاد ئې د لیندۍ میاشتي له لومړۍ نېټې څخه د کب تر (۳۰) مي نېټې پورې ټاکل سوی، چي د دواړو یادو میوو ګمرکي موسمي تعرفه (۴۰) سلني ته لوړه سوه، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۸- د مصنوعي پنبې ګمرکي تعرفه له (۲.۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د روان کال د مرغومي (جدي) میاشتي په (۵) مه نېټه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده. همدارنګه د مصنوعي او طبیعي پنبې موسمي ګمرکي تعرفه، چي معیاد ئې د تلي میاشتي له (۱۵) مي نېټې څخه د لړم میاشتي تر (۲۹) مي نېټې پورې دئ له (۸ سلني څخه ۱۶ سلني) ته لوړه سوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS