د روان مالي کال د ملي بودیجې د اجراء ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۶:۱۵
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ او د ملي بودیجې لوی رئیس حبیب الله سباوون او د بودیجوي واحدونو د استازو په ګډون د (۱۴۰۲) مالي کال ملي بودیجې د اجراء روزنیز ورکشاپ د دې وزارت په خیبرهال کي ترسره سو.
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د چارو د ښه پرمخ وړلو او ښو خدمتونو وړاندي کولو په موخه د مسؤلیت اړوند برخه کي پوهه حاصلول ضروري ده او په دې برخه کي باید هیح ډول غفلت ونه سي.
د مالیې وزیر، د بودیجوي واحدونو استازو ته په ټینګار سره وویل، چي د بودیجې ټول اصول په سمه توګه زده او رعایت کړئ، تر څو د بودیجې د اجراء اړوند ټولي چاري په اصولي ډول ترسره سي او په دې برخه کي د بودیجوي واحدونو او د وزارت اړوند برخو تر منځ هیڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نسي.
د ملي بودیجې لوی رئیس وویل، چي د بودیجې د اجراء ورکشاپ مسلکي او تخصصي دئ‎؛ د دې لپاره چي په ځینو برخو کي یو لړ تغییرات او تعدیلات رامنځته کېږي، نو اړینه ده، چي د کړنلارو او لارښودونو د ښه وضاحت په موخه دغه شان روزنیز پروګرامونه په لاره واچوو، ښاغلي سباوون زیاته کړه، چي د بودیجې د اجراء په تطبیق کي که خدای مکړه له کومي ستونزي سره مخ سو، نو د ملي بودیجې لوی ریاست تخنیکي ټیم به په وخت مشکل حل او رسېدنه به ورته وکړي.

خبر

په پای کي د ملي بودیجې لوی ریاست تخنیکي ټیم د یو معلوماتي پرزینټیشن په وړاندي کولو سره د بودیجې د ډولونو، مراحلو، تخصیص، د حسابونو د جدول، د بودیجوي فورمونو، طرزالعملونو او د بودیجې د اجرا‌‌ء د لارښود په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د هغوی پوښتونو ته ئې ځوابونه وویل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS