د سیمه ایز اتصال عالي شورای دویمه تخنیکي ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۱:۵۰
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ  د زمري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د سیمه ایز اتصال عالي شورای دویمه تخنیکي ناسته د مالیې په وزارت کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ښار دننه او بهر د ټرانسپورټي زېربنا په پرمختیا، د ټرانسپورټ وزارت سړکونو ملي ادارې له لارې د سیمه ایزې نښلونې په تحقق، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د افغانستان هوایي نښلونې په زیاتېدو، د (PRISEC) کمېټې د کړنو راپور او د کسب او کار په شاخصونو کې د افغانستان موقعیت ښه کېدو لپاره په ګام پورته کولو، د خصوصي سکټور د پرمختیا لپاره د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو او قوانینو او اصلاحاتو چې د پرایسیک په کمېټه کې کار پرې وشوی وو، هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او همدا شان اړینې لارښوونې وشوې. 
 

خبر

د یادونې وړده، چې د بهرنیو چارو، ټولګټو، اقتصاد، ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او مالیې وزارتونه او د ملکي هوایي چلند اداره د اتصال عالي شورای غړي دي. 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

BACK TO NEWS