د شمال او شمال ختیځ زون د یو شمېر ولایتونو د مستوفیانو او ګمرکي رئیسانو ترمنځ ناسته وسوه

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۹
............

۱۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداءمحمد صدیقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې د بلخ، فاریاب، تخار، جوزجان، سرپل، کندوز، سمنګان، بغلان او بدخشان مستوفیانو او د حیرتان، آقینې بندر او شېرخان بندر ګمرکونو له رئیسانو سره د همږغۍ زیاتولو، د عوایدو د ډېرېدو، د عوایدو د انسجام، په مالیاتي اُصولو کي د نویو بدلونونو، د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او په ښه ډول عوايدي هدف ته د رسیدو په تړاو ګډه ناسته وکړه.
ناستي ته د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، چي د یوه نظام د اقتصاد د قوي کېدو لامل په نظام کي اطاعت، نظم، اخلاص، صداقت، امانتداري او خپل مسؤلیت ته متوجه کېدل دي؛ نو ټول باید خپلې دندې په پوره صداقت پرمخ یوسئ؛ ترڅو شته ستونزي حل او غوره پایلي ترلاسه کړو.
ور پسې د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر او د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي هر یوه په خپل وار د عوایدو د ډېرېدو او انسجام په تړاو هر اړخیزي او اړیني ویناوي وکړې. 
د ناستي په پای کي د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او د عوایدي هدف د ترلاسه کولو اړوند ازاد بحث وسو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS