د صنعت د ملاتړ  او پراختیا په موخه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۳۴
.............

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز، د تعرفې کمېټې د پرېکړي او د مالیې وزارت د رهبرۍ د منظورۍ پر بنسټ په هیواد کي د صنعت د ملاتړ او پراختیا، صنعتکاراتو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي پړاوونو د ساده کولو په موخه د حمایوي تعرفې په برخه کي لاندي پرېکړي وسوې:
۱-   پخوا د صنعتي فابریکو د واردوونکو خامو توکو نوعیت ته په کتو د (۱٪) څخه (۲،۵٪) پوري ګمرکي تعرفه اخیستل کېده؛ د نوي پرېکړي له مخي به له دې وروسته د صنعتي فابریکو اړوند ټولو او هر نوعه خامو واردوونکو توکو څخه یوازي (۱٪) ګمرکي تعرفه اخیستل کېږي.
۲-  د صنعتي فابریکو د حمایوي تعرفې زماني معیاد، چي پخوا یوه ربع (درې میاشتي) او یا هم دوه ربعي وو یو کال ته زیات سو.
۳- د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه پیل بیا تر اوسه پوري د صنعتي فابریکو د حمایوي تعرفې په برخه کي ټولي پخوانۍ ګمرکي باقیدارۍ معاف سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS