د عوایدو او ګمرکونو مرستیال د اسلام کلا ګمرک له مسؤلینو سره په دې ګمرک کې د وسایطو رامنځته شوي تراکم په حل خبرې وکړې
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، نن ماسپښین د اسلام کلا ګمرک له رئیس او د ګمرکونو د ساتنې قطعې له قومندان سره د اسلام کلا ګمرک ته سفر وکړ او د دې ګمرک له مسؤلینو سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په اسلام کلا کې د ملي سوداګرو په ستونزو او په دې ګمرک کې د وسایطو رامنځته شوي تراکم په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال د اسلام کلا په ګمرک کې د ملي سوداګرو ستونزو ته په رسېدو د ټینګار ترڅنګ دوی ته لارښوونه وکړه، چې د ستونزو د هواري په موخه یو میکانیزم ترتیب او پلی کړي.
د یادونې وړده، چې د اسلام کلا په ګمرک کې د وسایطو د تراکم مخنیوي او نظم راوستو په موخه د ګمرکونو د ساتنې قطعې نوي منسوبین سیمې ته استول شوي دي.
