د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د صرافانو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۵:۴۸
.............

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د دغه ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او یو شمېر آمرینو د صرافانو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کي د صرافانو له پاره په اړوندو چارو کي د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د مالیاتي اظهارنامو په برخه کي د لا ښه پوهاوي او په اړوندو برخو کي د صرافانو د شته ستونزو په اړه خبري وسوې.
د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال د صرافانو اتحادیې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چي ستونزو ته به ئې پر وخت رسېدنه کېږي او دوی کولای سي، چي په ډاډه زړه هر وخت خپلي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له دغه ریاست سره شریک کړي.
په پای کي د صرافانو د اتحادیې مسئولینو د عوایدو لوی ریاست څخه مننه وکړه، چي تل ئې د دوی ستونزي اورېدلي او د حل په موخه ئې اړین اقدامات کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د تورخم او حیرتان د ګمرکونو له پاره نوي آمرین معرفي سول!



د مالیې وزارت له لوري پر دندو د وړ او متعهدو اشخاصو د ګومارلو، کار اهل کار ته د سپارلو او د چارو د لا ښه پرمختګ له پاره د اشخاصو له کاري تجربو څخه د ښې ګټي اخیستني په موخه، د تورخم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د ۱۱ ولایتي مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو ته د روزنیز پروګرام دریمه دوره جوړه سوه!

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د غزني، زابل، ارزگان، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، کندهار، ننگرهار او نیمروز مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کي ۵۰ جریبه ځمکه له غصب څخه را وګرځول سوه!

د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د نساجي فابریکې ته مخامخ د (۳۲۵) جریبه غصب سوې ځمکي څخه پنځوس جریبه ئې بيرته را وګرځول سوه او د پاتي ځمکي. . .

BACK TO NEWS