د عوایدو لوی ریاست له لوري هرات ولایت ته نوی مستوفي معرفي سو

په دې تړاو جوړه سوې غونډه کي د هرات ولایت مقام مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي او د دغه ولایت مخکني او اوسني مستوفي ګډون کړی وو.
د هرات مرستیال والي ښاغلي فراهي د مخکني مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د کارونو ستاینه وکړه او نوي مستوفي ښاغلي مفتي کفایت الله حقاني ته ئې د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ..
ورپسې د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي د مالیې وزارت په استازولۍ خبري وکړې او و ئې ویل: تغییر او بدلون اداري اصل دئ او زیاته ئې کړه، چي په دې سره به تجربې له یوه او بل سره شریکي سي...
ورپسې د هرات ولایت مخکني مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د ټولو همکارانو څخه، چي په منظم ډول ئې کارونه پرمخ وړل مننه وکړه او له نوي مستوفي سره ئې په کارونو کي د تعامل سپارښتنه وکړه.

د غونډي په ورستۍ برخه کي د هرات ولایت نوي مستوفي مفتي کفایت الله حقاني خبري وکړې او له ټولو همکارانو څخه ئې وغوښتل، چي د تېر په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.