د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک لیلیه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه!

چهارشنبه د کب ۸مه ۱۴۰۳ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۲.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د کارکوونکو له پاره عصري لیليه جوړه او ګټه اخیستني ته وسپارل سوه.
دغه لیلیه په معیاري ډول په دوو پوړونو کي جوړه سوې ده، چي د (۲۱) خونو، عصري حمامونو، تشنابونو او نورو اړینو امکاناتو درلودونکي ده، چي له دې وروسته به د دغه ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوې برابري سي.
د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او رغنیزي چارې ئې د یوه افغاني شرکت له لوري په (۱۴) میاشتو کي بشپړي سوې دي.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د سوداګرو او کارکوونکو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بېلابېلي ګټوري پروژې پلي سوي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.