د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو
د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري د فراه ولایت په مقام کې د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت والي، اړوندو رئیسانو او د مستوفیت اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو. د فراه ولایت مقام او مستوفییت کارکوونکو نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی نعمت الله مغیره تر دې وړاندې د هلمند ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.
