د ماليې وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د اخیستلو هوکړه لیک امضا شو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۸:۲۶
خبر

د ماليې وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د اخیستلو هوکړه لیک امضا شو.

د دغه هوکړه لیک موخه د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو تطبیق، د دولت له پوروړو د پورونو اخیستل، د دولت د عوایدو زیاتول، د پوروړو د هویت د پټولو مخنیوی او د مقروضینو د تشخیص بهیر روڼوالی بلل شوی دی.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۳ یوه غونډه د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مرستیال قیس باوري او د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین عالم شاه ابراهیمي په حضور ترسره شوه.

د دغه هوکړه لیک پر اساس، اړوند ادارې مکلفې دي چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې له سرغړوونکو د پورونو د حصول په برخه کې جدي هڅه وکړي. د داري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو جدیت، پر ټولو د قانون او مقرراتو یوشان تطبیق، د دولتي عوایدو زیاتوالی، پر دولتي ادارو عمومي باورمندي او د اطاعت د کچې لوړاوی نور هغه موارد دي چې په دې هوکړه لیک کې پرې ټینګار شوی دی.

د پورونو د حصول او دغه هوکړه لیک د ښه تطبیق لپاره شپږ کسیزه کمېټه چې درې غړي يې د لویې څارنوالۍ او درې غړي يې د ماليې وزارت دي، هم تشکیل شوې ده.

خبر

د یادونې وړ ده، چې دا هوکړه لیک د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې د ۱۴ د ۱۹۴۵ ګڼې حکم پر اساس ترتیب شوې ده. دا هوکړه لیک د دولت د پورونو د مقررې د خلاف د حقیقي او حکمي اشخاصو د تثبیت لپاره چې پر اساس یې مالیه وزارت له لویې څارنوالۍ سره همکاري وکړي، جوړه شوې ده او همداراز له مخې یې د دغه وزارت پوروړي مشخص او خپل پورونه د دولت قطعي حساب ته ولېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د پراختیایي شریکانو د رئیسانو (Head of Agency) ناسته وشوه

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرۍ د دولت او نړیوالو شریکانو ترمنځ د " څارنې او همغږۍ ګډ بورډ ځانګړې ناستې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۹:۴۶
Background image

د مالیې وزارت غواړي چې په دولتي شرکتونو کې د ملاتړیز لیدلوري له مخې مثبت بدلون راشي

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس داکټر میرویس بهیج، د افغانستان د نفتو او ګاز شرکت څخه د لیدنې پر مهال ټينګار وکړ، چې د مالیې وزارت د همغږي کوونکې

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي اصلاحات او بودیجه بریالي وبلل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) سره د افغان حکومت د مالي اصلاحاتو ارزونې پروګرام اختتامیه

BACK TO NEWS