د ماليې وزیر د ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل بغلان ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۶:۰
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل بغلان ولایت ته سفر وکړ.

د مالیې له وزیر سره، چي د دې رسمي سفر پر مهال د بغلان ولایت والي او یو شمیر ولایتي مسؤلینو ملتیا کوله په بغلان کي د ۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت  د ۳۰۰ ټنه ګازو یوه زېرمه او د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیلو یوه پمپ پرانیستنه وکړه.

همدا راز ښاغلي بدري، د بغلان ولایت له مستوفیت او په یاد ولایت کي د دولتي شرکتونو د موجوده بنسټونو او امکاناتو لیدنه هم وکړه او مسؤلینو ته ئې د چارو د ښه مدیریت او پرمختګونو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS