د مالي جرایمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ غونډي ته د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج وینا

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵۱

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

اما بعد،

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم؛ بسم الله الرحمن الرحيم

رَبِّ اشْرَحْ لِی صَدْرِی* وَیسِّرْ لِی أَمْرِی* وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِی* یفْقَهُواْ قَوْلِی*

و قال الرسول الله صلی عليه وآله وصحبه وسلم: الکاسب حبیب الله

د اسلامي امارت د قدر وړ مشرانو، علماء کرامو، مالیه ورکوونکو، د شرکتونو ټولو محترمو مالکینو، استازو او د غونډي ټولو گډونوالو!

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

مشرانو تفصیلي خبري وکړې، نو خبره څرگنده ده، چي زموږ او ستاسو راټولېدل او تاسو ته تکلیف درکول د ځانگړي موضوع له پاره دي، چي هغه د اقتصاد په تاریخ کي یو داسي گام دئ، چي ډېر پرمختللي هيوادونه هم د دې موضوع تصور نه سي کولای چي هغوی دې مالیاتي جرایم معاف کړي او یا د دولت په سطحه ټول مالیاتي جرايم معاف کړي دي؛ خو الحمد لله، د الله (ج) نه ډېر شکرگذاره یو چي دغه نظام چي کوم جوړ سوی دئ، د شریعت، قرآن او حدیث پر اساس اسلامي نظام دی او دلته الحمدلله داسي یوه غټه پرېکړه چي یقیناً د مشرتابه قدر وسي، بیا هم کمه ده؛ په دې چي اقتصادي نظامونو کي د مالیاتو ورکړه په جرایمو پوري تړلې موضوع ده، خو الحمدلله چي موږ او تاسو چي نن راټول سوي یو، مالیاتي جرايم په بشپړ ډول معاف سوي دي.

د اسلامې امارت نظام له واکمنېدو راپه دې خوا په ټولو مالیاتي سیسټمونو کي یوه افغانۍ جریمه هم نه ده اخیستل سوې او کومي جریمې چي پخوا وضع سوي وې، له دې وروسته به نه اخیستل کيږي.

کوم شرکتونه چي جرایمو کي واقع سوي وو او هغوی په خپل وخت سره خپل مالیات نه دي ورکړي، نو له هغوی څخه به هم له دې وروسته جرایم نه اخیستل کيږي، خو د دې مقصد دا نه دئ، چي له دې وروسته به احکام نه پلي کيږي.

موږ هم غواړو چي زمونږ ولس اطاعت منونکی سي او پر خپل وخت سره خپله مالیه ورکړي، د جرایمو دغه معافیت باید د دې سبب نه سي چي زموږ د هيواد سوداگر په خپل وخت سره خپله مالیه ورنه کړي. دغه تصمیم د هيواد د سوداگردو د هڅوني په ملاتړ، اقتصادي ودي او پرمختگ له پاره نیول سوی دئ.

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست له ټولو سوداگرو هیله کوي چي د مالیې په ورکړي سره د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د اسلامي اقتصادي نظام د بډایني او د بیت المال د ملاتړ له پاره باید خپله مالیه او جریمې پر وخت سره ورکړي. بله موخه دا ده، مالیه ورکوونکي چي خپله مالیه په خپل وخت سره ورکوي، له یوې خوا د اسلامي نظام سره د همکارۍ هلي ځلي دي او له بلي خوا د عوایدو لوی ریاست مالیه ورکوونکيو ته له هغوی څخه د منني او هڅوني له پاره د عوایدو لوی ریاست له خوا ستاینلیکونه ورکول کيږي.

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست هڅه کوي چي د مالیه ورکوونکو د هڅوني په پار دغه بهیر ته دوام ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپه دې خوا د مالیې په ورکړه کي خورا مثبت بدلون راغلی او دا مهال د نړۍ نورو هيوادونو په پرتله ښه مالیه لري. زه له ټولو سوداګرو مننه کوم چي پر موږ د ټوله دنیا فشارونه هم دي، تحریمات هم پر موږ دي، ږموږ شوداګریز نظام، زموږ اقتصادي نظام او زموږ بانکي نظام تاسو وینی، چي له داسي یو حالت سره يې مخ کړی، که په نړۍ کي دا بل هيواد وای دونده ډېر بندیزونه پر راغلی وای، نو د اولس چیغه به تر اسمانه پورته سوی وای، خو الحمدلله زموږ د سوداګرو او ملت په مټ باندي موږ تر تېر نظام ښه مالیه لرو او د اطاعت سطحه هم  لوړه سوی.  

 مالیه یوه اسلامي او ایماني وجیبه ده، نو په کار ده چي دغه احساس په ټولو کي پیدا سي.

که ملت حکومت ته په ښه طریقه او خپل وخت سره مالیه ورکړي، نو په دغه برخه کي به نور پرمختگ وسي او د دنیا ته به له محتاجۍ ځان خلاص کړو.

د مالیې ورکړه یو ټولنیز او ملي مسؤلیت دئ؛ په دې برخه کي سرغړونه، کموالی او ځنډ عامه چوپړتیاوې متأثره کوي چي له ډلې یې روغتیایي، تعلیمي او تحصیلي، اقتصادي ودې او د بازار راکړه ورکړه، پرمختیایي خدمتونه، عامه رفاه او ورته مسایل دي؛ نو پر همدې بنسټ مالیه د پرمختگ، اقتصادي ودي او زېربنا جوړوني له پاره یو اړین عنصر دئ.

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې جریمې معاف کړي، نو له خلکو، سوداگرو او په ټوله کي مالیه ورکوونکو څخه هیله کيږي چي په خپل وخت سره مالیه ورکړي. د دې سربېره هغه مالیه ورکوونکي چي لا تر اوسه د مالیې ورکړې پروسې، سیسټم، عملیاتي محاسبې او لازمو اسانتیاوو سره نه دي اشنا سوي، غوښتنه کيږي چي خپل ځان یا خپل نور مسلکي کدرونه یا کارکوونکي له دې پروسې سره اشنا کړي.

د مالیې او عوایدو په اړه کولای سئ چي د عوایدو لوی ریاست له انټرنېټي، یوټیبوب او فېسبوک پاڼو څخه لیدنه وکړئ او کولای سئ چي په اړه یې اړین معلومات تر لاسه کړئ. د دې سربېره د مالیه ورکوونکيو د خدمتونو ریاست هڅه کوي، په پرلپسې توگه مالیه ورکوونکو ته د عامه پوهاوي پروگرام پر لاره اچوي، څو هغوی د مالیاتو اړوند مکلفیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي. کوم کسان چي د مالیې په ورکړه کي ستونزه لري، کولای سي، د عوایدو لوی ریاست مالیاتي محاسیبنو ته مراجعه وکړي څو شعوراً او سهواً د بیت المال حق ضایع نه سي.

د دې سربېره که د مالیاتو ورکړي په برخه کي کومي ستونزي رامنځته کيږي، د عوایدو لوی ریاست د شکایتونو اورېدلو او د شخړو حل بورډ لرو چي د عوایدو لوی ریاست دروازې د هر سوداگر پر مخ پرانیستي دي.

د عوایدو لوی ریاست کومي ناستي چي له سوداگرو سره تر سره کړي دي، ښې پایلې ته رسېدلي دي. یاد ریاست هڅه کوي چي هري ستونزي ته پر خپل وخت سره رسېدنه وکړي.

لکه څه رنگه چي د مالیې ورکړه د هر فرد مسؤلیت دئ، د مالیاتو ورکړي په سیسټم کي بشپړه روڼتیا رامنځته سوې چي له مخي یې د پیسو راټولونه برېښنایي سوې ده.

د امیرالمؤمنین فرمان له مخي هيڅ څوک حق نه لري چي یوه افغانۍ له چا نغده تر لاسه کړي، بلکي د یوه منظم سیسټم له مخي به د هيواد عوایدو ته جمع کيږي.

مالیه ورکوونکي د مالیاتي نصرت په ښه توگه ادا‌‌ء کولو سره د افغانستان د عامه وگړو په هوساینه او خپل هيواد په ځان بسیا کولو کي مهم رول لوبوي؛ نو له همدې امله راځئ چي په پوره غور سره د خپل هيواد په رغولو کي ونډه واخلو او خپل هيواد د وگړو په ژوند کي مثبت بدلون راولو.

اسلامي امارت د افغان ملت له پاره هوسایني له پاره پوره هڅي کوي، نو له همدې امله له مالیه ورکوونکو څخه هیله کيږي چي خپل وخت مالیه ورکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .