د مالیاتو اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي ونمانځل سوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۲۰:۱۵
خبر

د مالیې ورکړې دود ترویجولو په موخه د مالیاتو اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي په انټرکانټیننټال هوټل کي افتتاح سوه.

په دې مراسمو کي چي د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د سوداګرۍ او صنایع وزیر الحاج نور الدین عزیزي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیر الله خواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د اقتصاد وزیر مولوي دین محمد حنیف، د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج، د ګمرکونو عمومي رئیس مولوي رحمت الحق فُضیل، د افغانستان د پیشه ورانو رئیس نورالحق عمري او د ګڼ شمېر دولتي ادارو مسؤلینو او رئیسانو ګډون کړی وو.

د مالیې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د سلام وړاندې کولو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل، چي د یوه پیاوړي او غښتلي نظام د لګښتونو لپاره بودیجوي پلان ترتیبول یو اساسي امر ګڼل کيږي. په لومړي سر کي د افغانستان دولت له مسؤلینو په ځانګړي توګه امیر المؤمینین ملا هیبة الله اخندزاده، رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند او د افغانستان دولت له کابینې څخه مننه کوم، چي بودیجوي پلان یې منظور او تائید کړ. ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو، بودیجې او خزاینو او د مالیې وزارت د مقام له سلاکارانو او کارکوونکو مننه کوم، چي د هیواد د بودیجوي پلان او مالي چارو پرمخ وړلو ته یې په عادي ډول دوام ورکړ. له الله تعالی څخه منندوی یوو، چي د هیواد مالي او بودیجوي پلان د رڼو کورنیو عوایدو راټولېدو او د بهرنیو مرستو له تکیې پرته ترتیب سو.

نوموړي زیاته کړه، چي د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د مالیې ورکړه فرض ده. د افغانستان اسلامي امارت هر مالیه ورکوونکي افغان ته د مالیې د ورکړې حساب ورکوي. هغه له ټولو مالیه ورکوونکو څخه وغوښتل ترڅو مالیه ضایع نه کړي او پر خپل ټاکلي وخت یې دولت ته تسلیم کړي.

خبر

د افغانستان دولت د رئیس الوزراء‌ مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چي د نظام په پښو درېدلو او د یوه ملت د کړاوونو لیرې کولو په موخه د مالیاتو د ورکړې اهمیت ټولو ته روښانه دئ. لکه څنګه چي تاسو ته څرګنده ده، چي د افغانستان اسلامي دولت ډېره پاملرنه دې ته ده چي ملي عواید په شفاف او سیسټماتیک ډول راټول سي. د افغانستان خلک باید ډاډه اوسي هره افغانۍ چي له دوی څخه راټولېږي، د ماشومانو د ښوونې او روزنې، روغتیا او د ښوونکو او مامورینو په معاشونو کي لګول کيږي. الحمد الله د افغانستان ټول ګمرکونه هره افغانۍ چي راټولوي هره ورځ د مالیې له وزارت سره محاسبه کيږي او هیڅ چا ته له هغو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کيږي. هغه زیاته کړه، چي د مالیاتو راټولونه په راڼه ډول ترسره کيږي او که کله هم کوم شکایت ترلاسه سي د افغانستان دولت په جدي توګه رسېدنه ورته کوي.

ورپسې د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت ته یو فلج اقتصادي نظام ورپاتي دی. په تېر نظام کي سره له دې چي په میلیاردونو ډالره مرستې وسوې، ملي بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو نه تمویلېده، چي الحمد الله د دې نظام بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل سوې ده. د مالیې ورکړه یوه ایماني او دیني وجیبه ده او تاسو د خپلې مالیې په ورکړه سره خپله دیني او ایماني دنده ترسره کوئ. تاسو چي هره افغانۍ د مالیې په نوم ورکوئ، د هرې یوې حساب تاسو ته درکول کيږي. هغه زیاته کړه، چي ځان بسیاینې ته د رسېدو او له بهرنیو مرستو د لاس را لنډېدو لپاره د رڼو عوایدو راټولېدو او د مالي سیسټم له پیاوړي کېدو پرته بله کومه بدیله لاره نسته. د دغه امر د ریښتینې کولو لپاره راځئ د مالیې ورکړه په یوه ملي دود بدله کړو.

د افغانستان دولت د اقتصاد وزیر مولوي دین محمد حنیف، د مالیې ورکړې د اهمیت په تړاو زیاته کړه، چي مالیات د دولتونو د اقتصاد حیاتي شریان او د اقتصادي چارو روښانه کولو او مالي سرچینو د تآمینولو لپاره اغېزمن رول لري. د موخو د ودې او پرمخ وړلو ته په پام سره، دولت هڅه کړې ده، چي د مناسبو تدابیرو په وړاندې کولو سره خنډونه او ستونزې له منځه یوسې. په مختلفو هیوادونو کي د مالیو ورکړې کچه د قانون پر بنسټ وضع کيږي او د دولت د عوایدو یوه برخه ده چي د خلکو له خوا ورکول کيږي. دولت د مالي خدمتونو د تآمینولو لپاره عوایدو ته اړتیا لري، چي یوه برخه یې د خلکو مالیاتو په نوم دولت ته لېږدول کيږي.

د یادونې وړ ده، چي نن ورځ د مالیاتو اوونۍ د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کي هم ونمانځل سوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!


د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له روزنیز پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د اصنافو استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهای سیمینار وړاندي سو!


د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له نوي فرمان سره سم د اصنافو (دوکاندارانو او کسبګرو) د مالیاتي معافیت او تخفیفونو د غوره پلي کولو په موخه او په ټولیزه توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۸
Background image

د مالیې وزیر د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل!



د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په خپل کاري دفتر کي د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل
د مالیې وزیر په پیل کي د ازبکستان هیواد څخه راغلیو پانګوالو ته د ښه راغلاست تر. . .

BACK TO NEWS