د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو د خوندي اسنادو د چاپ له مطبوعې څخه ليدنه وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۴:۶
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد او د یادو وزارتونو یو شمېر رئیسانو د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ له مطبوعي څخه لېدنه وکړه.
د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو او مسؤلینو د خوندي اسنادو د چاپ، دولتي مطبوعې (شرکت) له بېلابيلو برخو؛ د پرمختللو چاپي دستګاوو، عصري سیسټمونو، ماشینونو او مهمو وسائلو څخه لېدنه وکړه او د یاد شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کي ئي د هر ډول ملاتړ بشپړ ډاډ څرګند کړ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د هیواد په کچه یو پېژندل سوی او په عصري پرمختللو چاپي وسایلو سمبال شرکت دئ، چي د ارزښت لرونکو (بهاداره) سندونو د چاپ په برخه کي فعالیت کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS