د مالیې وزارت اداري مرستیال د افغان ګاز شرکت له مسؤلینو سره ولیدل
د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د کب میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د کانونو او پطرولیم وزارت، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد، د مالیې وزارت دولتي شرکتونو لوی ریاست او د افغان ګاز شرکت استازو ګډون درلود، د افغان ګاز شرکت د کار کړنو په تړاو د مالیې په وزارت کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د نوموړي شرکت په عمده تخنیکي ستونزو او تولیدي ظرفیت باندي خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او له دې ستونزو د وتلو لپاره وړانديزونه وړاندي او د افغان ګاز شرکت مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وشوې.