د مالیې وزارت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د متقاعدینو بایومتریک کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکول

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۴:۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پورفیسور محمد همایون قیومي، نن د مرغومې میاشتې په ۸ مه نېټه د متقاعدینو بایومتریک کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې له لوی رئیس ښاغلي احمد جاوید رسولي سره لاسلیک کړ.
د دې هوکړه څخه موخه د روڼتیا رامنځته کول، له فساد څخه مخنیوی، د متقاعدینو او د هغوې ورثو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو پروسې چټکوالی ده.
د دې هوکړه لیک له مخې مالیې وزارت د متقاعدینو د بایومتریک پروسې د پيل او د تقاعد خزینې د معلوماتي سیستم پراختیا او نوي کولو په موخه د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکو ته د اړتیا وړ دفترونو او تجهیزاتو د ورکولو په برخه کې ژمن دی او همداشان متقاعدین او د هغوې ورثې به د بایومتریک په پروسې کې د ګډون لپاره هڅوي او اطلاع رسونه به ورته کوي.

خبر

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره به د پیژندنې معلومات، د پیژندنې تثبیت او د متقاعدینو نوم ثبتول راټولوي او پوره کوي به یې او د اړتیا وړ کارکوونکي به د پروسې تر پایه ګماري. همداشان د دې هوکړه لیک له مخې به د دریو میاشتو په موده کې د تقاعد خزینې نوي معلوماتي سیستم ته پراختیا ورکوي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۷:۴
Background image

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د دې وزارت د ساختاري بدلونونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل

د مالیې وزارت رهبرۍ نن د وري میاشتې په ۱۸ مه نېټه په مالیې وزارت کې د خبري کنفرانس له لارې د دې وزارت د ساختاري بدلولونو، د ملي عوایدو راټولولو د وضعیت، د پراختیایې بودیجې د لګښت، له. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۴ - ۱۵:۲۰
Background image

جلالتماب ولسمشر ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه معرفي کړ

ښاغلی عبدالهادي ارغیدیوال نن د وري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني له لوري د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د دې وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د عوایدو او لګښتونو مدیریت ناسته جوړه شوه؛ مالیې وزارت د روان مالي کال په لومړنۍ ربع کې ۴۰.۵۹ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړي دي

د عوایدو او لګښتونو مدیریت (Cash management) ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې نن د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار. . .

BACK TO NEWS